کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) وايي، افغانستان کې یې څه باندې سل زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېفاېاو) نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد سازمان په افغانستان کې ۱۰۰ زره او ۶۰۰ ګروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل کړې ده.

سرچينې لیکلي چې یاد مرسته یې د نړۍوال بانک، جاپان، سیډا، اروپايي ټولنې او برېټانیا په مرسته چمتو کړې او هر بزګر ته به ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کیلوګرامه سره ووېشي او د حاصلاتو ډېرېدو لپاره یې بزګرو ته د روزنې لړۍ هم پیل کړې ده.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريیس مولوي شیراقا پیر حبیبالرحمن وايي چې د یاد نړۍوال سازمان له لوري نن د برهکيبرک او څرخ ولسوالیو ۲ زره او ۵ سوه بزګرانو ته اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شول.

هغه زیاته کړې چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره په پام کې نیول شوي دي.

د څرخ او برهکيبرک ولسوالیو بزګران خوښ دي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري ورسره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې دغه مرسته دې پاتې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

دغهراز، د نيمروز په کنګ، چخانسور، خاشرود او چهاربرجک ولسواليو کې هم ۸۴۲ کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش بهير نن له دلارام ولسوالۍ پيل شو.

د نيمروز د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي محمدقاسم محمد وايي، دغه مرستې د افغانستان لپاره د ډنمارک د کډوالو د ټولنې له خوا د ياد رياست په همغږۍ پيل کېږي او هر بزګر ته ۵۰ کيلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او دوه بوجۍ توره او سپينه سره وېشل کېږي.