د پکتيکا ولايت د انګور اډې پر دروازه د ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کميساري کمپلیکس ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو به یې خلک وکړای شي د پاسپورټ او ویزې په لرلو له دې لارې پاکستان ته تګ راتګ وکړي.