Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالداراۍ ریاست مسوولین وايي چې د سږ کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د کبانو روزنې فارمونو ۳۵۰ ټنه کبان تولید کړي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپل دوه ماشومان وژلي، یو بل ماشوم او مېرمن یې ټپیان کړي دي.
د کندوز د کرنې ریاست کې مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۷۳ ټنه پسته راټوله شوې چې د تېر کال په پرتله نږدې شپږ برابره ډېروالی ښیي.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۴۵ زره مټریک ټنه هندواڼې ترلاسه شوې چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نن په کندوز ولایت کې د کرکټ اووم پړاو یو ورځنۍ لېسټ اې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جولای میاشتې په لسمه به د غازي امانالله خان جام لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ په کندوز ولایت کې پیل شي.
د کندوز د امام صاحب د تورپي جزیرې اوسېدونکي چې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ دي، خپلو ماشومانو ته د رسمي ښوونځي جوړېدو غوښتنه کوي.
د کندوز د انتاني روغتون مسوولین وايي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه روغتون کې څه باندې ۹۰۰ ناروغان بستر شوي چې له ډلې یې ۱۲ کسان مړه شوي دي.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات ۱۱۸ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د کندوز د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولین وايي چې دوی د کارموندنې او د بېکارۍ کمولو په موخه ١٨٠ کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې ٢٢٧٧ ټنه شفتالو توليد شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
د کندوز د کرنې ریاست وايي، په تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۱۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP