Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې ٢٢٧٧ ټنه شفتالو توليد شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.
د کندوز د کرنې ریاست وايي، په تېر یوه کال کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۱۱۰ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
د کندوز ښاروالۍ مسوولین ملت ته د حکومت حسابورکونې پروګرام کې ویلي چې تېر کال یې په کندوز ښار کې د ۱۰۲ میلیون افغانیو په لګښت پرمختیایي پروژې پلې کړې دي.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره یوه میاشت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د کندوز د غالۍاوبدونکو اتحادیې مسوولین له حکومته غواړي چې د نندارتونونو په جوړولو، د خامو موادو په چمتو کولو او یوه صنعتي ښارګوتي په جوړېدو کې دې همکاري ورسره وکړي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، دوه کسان یې د جعل او فریبکارۍ په تور نیولي دي.
د کندوز د پوهنې ریاست وايي چې یو خیریه بنسټ د دغه ولایت په مرکز کې د ۷ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته وداني جوړوي.
کندوز ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ څلور کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخور په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ۲۰۰۰ روږدو درملنه شوې او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
د کندوز د سپورت مسوولين وايي، دغه ولایت کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ اووه ازادې سيالۍ ترسره شوې چې د ټولو سياليو ګټونکي افغانان دي.
کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP