Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندوز کې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له پولیسو سره نښته کې یو انسانتښتوونکی وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.
د کندوز ځایي مسوولین وایي، سږ کال دغه ولایت کې ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي چې د تېر کال په نسبت ۵۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د کندوز د قلعهذال ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د امو سیند څېرمه یې کورونه دي، له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د امو سیند غاړو تحکیماتو برخه کې ډېرې پروژې پلې کړي.
د کندوز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو په دغه ولایت کې د نږدې ۸۰۰ سیمهییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۷ زره ماشومانو ته د لومړنیو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د کندوز د پوهنې ریاست وایي چې دغه ولایت کې د ۵۱۲ ښوونځيو له ډلې ۱۶۳ یې ودانۍ نه لري.
حکومتي مسوولین وايي، کندوز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې.
د کندوز حوزوي روغتون مسوولین وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۶۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په نسبت نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
له پاکستانه کندوز ولایت ته راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي چې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید د ژمي له رسېدو مخکې دغه ستونزه حل کړي.
په کندوز کې د شاتو مچيو فارم لرونکي وايي، که څه هم د پخوا په پرتله يې توليدات ډېر شوي خو وارداتي شاتو یې د تولیداتو بازار سوړ کړی دی.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو هواري کمېسیون، علماوو او مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د کندوز ورزشي مسوولین د دغه ولایت له ولسوالیو او مرکز څخه د چاپندازانو په ګډون د وزلوبې سیالیو لومړي پړاو د پيل خبر ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP