ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ۱۶۳ ښوونځي ودانۍ نه لري

کندوز کې ۱۶۳ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
23 Dec 2023 - 13:32
کندوز کې ۱۶۳ ښوونځي ودانۍ نه لري
آرشیف
author avatar
23 Dec 2023 - 13:32

کندوز (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): د کندوز د پوهنې ریاست وایي چې دغه ولایت کې د ۵۱۲ ښوونځيو له ډلې ۱۶۳ یې ودانۍ نه لري.

د کندوز د پوهنې رییس مولوي اسماعیل ابواحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دمګړی دغه ولایت کې ۱۹۰۶ درسي ټولګیو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره، کندوز کې له ۸۱ زرو ډېرې نجونې او شاوخوا ۱۵۰ زره هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

هغه وویل چې د دغه ولایت د ۵۱۲ ښوونځيو له ډلې ۱۶۳ یې ودانۍ نه لري.

هغه زیاتوي چې دا ستونزه یې له موسسو سره شریکه کړې څو د ودانیو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «موږ د هغو ښوونځيو په اړه چې ودانۍ نه لري له حکومت او مرستندویه موسسو سره غږېدلې یو؛ له موږ سره یې ژمنه کړې چې ان شاءالله چارې یې پیلوو، موسسو هم راسره ژمنې کړې او اوسمهال یې د څو ښوونځيو د ترمیم چارې پیل کړې دي.»

اسماعیل وویل چې کندوز کې د ښوونځیو د احاطوي ډېوالونو نشتوالي ترڅنګ ۱۴۰۰ ښوونکو ته هم اړتیا ده.

په ورته وخت کې، ځيني زده‌کوونکي چې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو د خپلو ښوونځيو د بیارغونې غوښتنه کوي.

په دې اړه یوه زده‌کوونکې سمیه وايي: «موږ غواړو چې ښوونځی مو جوړ شي، ودانۍ یې جوړه شي، ټولګي نه لرو، ژمي کې له ستونزو سره مخ کېږو.»

د کندوز یوه اوسېدونکي ضیاءالحق وویل: «غواړو چې د ښوونځیو ودانۍ جوړې شي، زموږ ماشومان په ازاده فضا کې درس وایي.»

د کندوز یو شمېر نور اوسېدونکي هم غواړي چې سرپرست حکومت هغو ښوونځيو ته چې ودانۍ او احاطوي دېوالونه نه لري یا د درسي توکو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي، پاملرنه ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کندوز اوسېدونکو د پوهنې برخه کې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کړې وه.

Views: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.