ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال کندوز کې ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي

سږ کال کندوز کې ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي

author avatar
4 Feb 2024 - 15:34
سږ کال کندوز کې ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي
آرشیف
author avatar
4 Feb 2024 - 15:34

کندز(پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د کندوز ځایي مسوولین وایي، سږ کال دغه ولایت کې ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي چې د تېر کال په نسبت ۵۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.

د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني صحت امر نجیب‌الله حسن له پژواک خبري اژانس ته وویل، د کبانو په تولیداتو کې د ډېروالي لامل مناسبه هوا، فارم لرونکو ته د درملو ورکړه او د کبانو د روزنې او ساتنې برخه کې د سیمینارونو ترسره کول دي.

هغه وویل: «کندوز یو له هغو ولایتونو دی چې د کبانو د روزنې لپاره مناسبه هوا لري او د کبانو فارم‌لرونکو ته مو د کبانو د ساتنې مسلکي روزنه ورکړې ده.»

هغه وایي چې تېر کال دغه ولایت کې ۲۰۰ ټنه کبان تولید شوي وو، خو سږ کال یې تولید ۳۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

بلخوا، دغه ولایت کې ځيني فارم‌لرونکي د کبانو د تولید له ډېرېدو خوښ دي.

په دې اړه یوه فارم‌لرونکي محمدفهیم وویل: «الحمدلله موږ له خپلو تولیداتو خوښ یو، سږ کال د تېر کال په نسبت د کبانو تولید ښه دی، زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې له بهره دې د کبانو د واردولو مخه ونیسي څو زموږ د پلور بازار ښه شي.»

په دې اړه یو بل فارم‌لرونکی عبدالقدیر وایي: «کوم کبان چې د وطن په فارمونو کې روزل کېږي، له واردېدونکو په ځانګړي ډول له پاکستاني کبانو ښه دي، که اسلامي امارت له موږ سره لا ډېره همکاري وکړي موږ خپل فارمونه ډېروو.»

د کندوز د کرنې ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندوز کې د کبانو د روزنې ۳۰۰ فارمونه فعالیت لري.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.