ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۷ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۷ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

author avatar
29 Jan 2024 - 17:06
درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۷ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې
author avatar
29 Jan 2024 - 17:06

کندوز (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د کندوز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو په دغه ولایت کې د نږدې ۸۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۷ زره ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د کندوز د پوهنې ریاست د دفتر امر اقبال شهاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا مهال جک، د اسیايي ټولنې د پرختیا او کوار موسسو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نږدې ۸۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره له دولتي ښوونځیو لرې ۲۷ زره زده‌کوونکو ته د لومړنیو زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه: «په ډېرو سیمه‌ییزو ټولګیو کې ماشومانو ته تر درېیم ټولګي درس ورکول کېږي او له هغه وروسته دغه ماشومان دولتي ښوونځیو ته جذبیږي، په دغو ټولګیو کې هغه مضامین چې د پوهنې وزارت په لایحه کې شامل دي، تدریسېږي.»

هغه زیاتوي، هر کله چې مرستندویه موسسې دغه ټولګي وتړي، دغه ماشومان په دولتي ښوونځیو کې جذبیږي.

د یوه ‎سیمه‌ییز ټولګي ښوونکی رازمحمد وايي، د دغه ټولګیو جوړېدل د دې لامل شوي څو هغه ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي چې له دولتي ټولګیو لرې وو.

هغه وايي: «دغه سیمه‌ییز ټولګي د ماشومانو لپاره ډېر ګټور تمام شوي، دغه ټولګي د هغو ماشومانو لپاره دي چې له دولتي ښوونځیو لرې وي، کله چې دغه ماشومان له زده‌کړو سره بلد شي، وروسته دولتي ښوونځیو ته جذبیږي.»

په همدې حال کې، یو شمېر زده‌کوونکې چې په دغو ټولګیو ورته د زده‌کړو زمینه برابره شوې، وايي چې د یادو ټولګیو په فعالېدو سره یې ښه مهارتونه زده‌کړي دي.

خالد هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راکډه شوی، وايي، هېواد ته په راتلو سره په یادو ټولګیو کې د لومړنیو زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې او د مرستندویه موسسو له دغه اقدامه ډېر خوښ دی.

بله ماشومه فاطمه چې په یوه ځايي ټولګي کې زده‌کړې کوي، وايي: «ډېره خوشحاله یم، موږ ته دري، ریاضي، قران‌کریم، انګلیسي او نور مضمونونه درس راکوي.»

یو شمېر نور ماشومان هم د دغو ټولګیو له جوړېدو خوښي څرګندوي.

Visits: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.