Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یې یو ۱۳ کلن هلک چې د خپلې مور، خور او ورور په وژلو تورن دی، نیولی دی.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه او نورو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي او وروسته تښتېدلی دی.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي.
فراه کې سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د جګړو له امله بېځایه شوې ۲۵۴۳ کورنۍ چې کورونه یې بېرته ورته رغول شوي، خپلو سیمو ته ولېږدول شوې.
په کابل کې یوه کورنۍ وایي، ۱۷ کاله مخکې د دوی د کورنۍ یو غړی عبدالرحیم د ګوانتانامو په زندان کې بندي شوی خو لا هم نه دی ازاد.
د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ مسوولین وايي، له هغه وخته چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل پيل شوي، تر اوسه له دې لارې نږدې ۸۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په تېرو دوو ورځو کې له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې ۹ زره کډوالو لېږدولو خبر ورکړ.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېرو شپږو ورځو کې يې د کډوالو ۳ زره او ۳۲۵ کورنۍ چې ۲۱ زره او ۴۶۷ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدولې دي.
ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ په دوام، په تېرو دوو ورځو کې ۱۰۶۲ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
فراه کې مسوولین وايي، له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې دغه ولایت ته له هراته د زلزلې له وېرې ور کډه شوې سلګونه کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP