Language

د نورستان غره ښويېدنې پېښه کې زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي

پارون (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه او نورو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

مسوولين وايي، تر خاورو او تيږو لاندې د بند پاتې جسدونو راايستلو چارې دوام لري او تر اوسه له ۲۳ جسدونو يوازې ۱۲ راایستل شوي دي.

که څه هم ژغورونکې او مرستندويه ډلې او د نورستان د والي مرستیال د پېښې ځای ته د خلکو مرستې ته ورسېدلي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې تر اوسه د جسدونو د راايستلو او د څو ټپيانو  درملنې پرته نوره مرسته نه ده ورسره شوې.

د نورګرام ولسوالۍ اړوند د تتين درې په نقره کلي کې د دوشنبې په شپه شاوخوا دوولس بجې د واورې او باران اورېدو له امله د غره یوه برخه وښويېده چې له امله یې دغه کلی تر ډبرو او خاورو لاندې شو.

يوه ځايي قومي مشر مولوي عبدالغفار پژواک ته وويل چې په پېښه کې څلور کورونه په بشپړ ډول له اوسېدونکو سره له منځه تللي او پاتې ۶۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

هغه زياته کړه: «کله چې اول غټه تيږه راغله، څلور کورونه يې له ځان سره يووړل، خلک هم په کې وو، بيا د کلي خلک نږدې کلي ته لاړل، يو شل دقيقې وروسته بيا غر راوښويېده چې پاتې شپېته کورونه يې هم تخريب کړه خو الحمدالله چې خلک په کې نه وو.»

دغه ځايي قومي مشر وايي چې له دې پېښې وروسته د کلي ښځې او ماشومان له رواني ستونزو سره مخ شوي او د يوه عادي غږ په اورېدو د وېرې احساس کوي.

نوموړی وايي، تر اوسه هیڅ مرسته نه ده ور رسېدلې خو د نورستان مرستيال والي او ځينې مرستندويه ډلې ورغلي چې د جسدونو راايستلو برخه کې همکاري وکړي.

دی وايي: «اوس خو کورونه ټول ختم شول، هلته نور ژوند هم نه کېږي، موږ ته د والي صېب معاون وويل که خېمې درته راوړو هم ځای نشته، موږ ورته وايو چې موږ ته د اوسېدو د بل ځای غم وخورئ.»

نوموړی د مرګ‌ژوبلې په تړاو وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي چې په مړه شوو شوو کې پنځه د کورنيو مشران دي.

بلخوا د نورګرام ولسوال قاري حبيب‌الله صابر پژواک ته وويل، لومړنۍ مرستې چې د جسدونو راايستل او د ټپيانو درملنه ده، روانه ده خو دا چې سيمه غرنۍ او لرې پرته ده نو تر اوسه نورې مرستې نه دي شوې.

هغه زیاته کړه، د مرستو لپاره خپله د والي مرستیال دې ولسوالۍ ته رسېدلی او له قومي مشرانو سره خبرې روانې دي چې د هغوی په خوښه او اړتیاوو ته په کتو مرستې ور ورسوي.

بلخوا د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سميع‌الحق حق‌بيان وايي، پر دولتي مرستو سربېره پلان لري چې ولسي مرستې هم راټولې کړي او دې سيمې ته يې ورسوي.

نورګرام د نورستان د مرکز لوېديځ ته لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې اوسېدونکي يې ان د دغه ولايت مرکز پارون ته هم د سړک نشتوالي له امله لاسرسی نه لري او د خپلو اړتياوو ترلاسه کولو لپاره لغمان ولايت ته ځي.