Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ۱۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د خوست په محصولي ګمرک کې د کارکوونکو لپاره لیلیه جوړه شوه.
د مالیې وزارت وايي، د فراه ولایت په ابو نصر فراهي ګمرک کې د کارکوونکو لپاره د ۱۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت عصري لیليه جوړه شوه.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو لپاره تمځای جوړ شو.
د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګمرک کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت دوه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په کاپیسا کې بیا د څلورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
هرات کې ځايي مسوولین د دغه ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې لامل تخنیکي ستونزه ګڼي او وايي، د دې پېښې له امله سوداګرو او موټرلرونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د مالیې وزارت وایي، د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د شاوخوا ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د تورخم په ګمرک کې یې هېواد ته راوړل کېدونکي بېلابېل ډول نظامي تجهیزات نیولي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د بلخ ولایت د حیرتان بندر ګمرک کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړولو چارې پیل شوې.
د مالیې وزارت وایي چې په خوست ګمرک کې د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو د تمځای جوړولو چارې پیل شوې.
مسوولین وایي چې د ننګرهار ولایت د نوي جوړېدونکي ګمرک د احاطې دېوال جوړېدو چارې د ۵۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.
د پکتيا ګمرک مسوولین وايي، نن سهار يې ۴۰۰ پاکټه پټاکۍ چې له پاکستانه په یوه پیکاپ موټر کې راوړل کېدې، کشف او ترلاسه کړې دي.
د مالیې وزارت وایي، د پکتیا ګمرک یې له مرکز ګردېز څخه د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ ګمرک ته لېږدولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP