سمونوال نورخان نېكزاد د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيد علي احمد او سيد امام الدين د چشت شريف په ولسوالۍ کې د دولت دوه مخالف سرګروپان چمتو شول، ترڅو له دولت سره خپل وسله وال مخالفت پاى ته ورسوي.
هغه وويل چې دغه دوه سرګروپان له خپلو اتو ملګرو سره، د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې په مرسته د هرات امنيه قوماندانۍ ته حاضر شول او خپله ٩ ميله وسله يې هم پوليسو ته وسپارله.
د نېکزاد په وينا، د سولې له پروګرام سره د دې کسانو يوځاى کېدل به د چشت شريف ولسوالۍ او شاوخوا سيمو کې د ښه امنيت تامين زمينه برابره کړي.
لس ورځې وړاندې هم ٢١ وسله وال مخالفين د چشت شريف له ولسوالۍ څخه، امنيه قوماندانۍ ته په حاضرېدو سره د دولت له پروګرامونو خپل ملاتړ او د وسله وال مخالفت پاى ته رسول اعلان کړل او خپلې وسلې او مهمات يې پوليسو ته وسپارل.
د چشت شريف ولسوالۍ د هرات ښار ختيځ لور ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري. دمګړۍ د سلما بند د جوړولو کار، د هېواد د يوې سترې بنسټيزې پروژې په توګه د هندوستان هېواد له خوا په دې ولسوالۍ کې روان دى.
ټاکل شوې ده چې د مسووليتونو د لېږد په دوهمه پروسه کې له چشت شريف، اوبه او شينډنډ پرته د هرات د نورو ولسواليو امنيتي مسووليت کورنيو ځواکونو ته وسپارل شي.
خو د هرات ځايي چارواکي وايي، سره له دې چې چشت شريف د امنيتي مسووليتو د لېږد د دوهم پړاو په نوملړ کې شامل نه دى؛ خو دولت هيله لري چې د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره په تېره بيا د سلما بند د کارکوونکو د امنيت د خونديتوب لپاره په جدي بڼه کار وکړي.
د يوه بل خبر له مخې، د شينډنډ، اوبه او ګذرې په ولسواليو کې د ملي امنيت او ملي اردو د ګډو عملياتو په ترڅ کې اته تنه له وسلو او چاودېدونکو توکو سره ونيول شول.
په هغې خبرپاڼه کې چې د هرات د ملي امنيت له لوري پژواک اژانس ترلاسه کړې ده، ويل شوي چې له دغو کسانو سره درې کلاشينکوفونه، يو ١١تيره، ٤ لاسي بمونه، ٧ راکټ لانچره،٣٠ پټاقۍ، يوه مخابره او يوه اندازه چاودېدونکي تجهيزات کشف او ترلاسه شوي دي.
د هرات ملي امنيت ويلي، چې دغه کسان په دې تورن دي چې پر پوځي کاروانونو په بريد، د موټرو په سوځونه، ماين اېښودنه او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لري.
دغه کسان په داسې حال کې نيول شوي دي، چې په تېره مياشت کې هرات د مخالفو وسله والو پرخلاف د پوځي عملياتو د تېزېدو شاهد و.
د مخالفينو پرخلاف په لويو عملياتو کې چې د” امېد 12″ په نوم د ملي اردو، ملي پوليسو، د عامه نظم د پوليسو، سرحدي پوليسو او ملي امنيت په ګډون د هرات په ختيځ کې ترسره شول، يو زيات شمېر مخالفين وژل شوي يا نيول شوي دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن