کابل (پژواک ٧ کب ٩٠): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، امريکا او افغان دولت د افغانستان د بحران لپاره، چې مسکو او واشنګټن رامنځ ته کړى او ايران او پاکستان يې ثانوي ملګري دي، د حل روښانه او د منلو وړ طرحه نه لري.
دغه څرګندونې ګلبدين حکمتيار له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
د حکمتيار په وينا، حزب اسلامي د بحران لپاره د حل طرحه وړاندې کړې ده؛ خو د دې حزب پلاوي چې څه موده مخکې کابل ته تللى و، له امريکايانو او افغان دولتي چارواکو يواځې هغه څه اورېدلي، چې په خبري کنفرانسونو کې يې کوي.
د ده په وينا، د چارواکو غوښتنه دا ده چې مخالفين دې په حکومت کې برخه واخلي، د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دې جګړه پاى ته ورسوي او د بهرنيو ځواکونو له پاتې کېدو سره دې هوکړه وکړي.
خو حکمتيار وايي، دا هغه څه دي چې د دولت وسله والو مخالفينو ته د منلو نه دي.
دى له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو له سند سره، چې دا مهال خبرې پرې روانې دي، کلک مخالفت څرګندوي او وايي: ((ستراتيژيک سند په حقيقت کې د افغانستان د دايمي اشغال سند دى.))
ده د سولې روانو خبرو ته په پام سره، د اوربند د امکاناتو په اړه وويل، اوربند يواځې هغه مهال شونى دى چې د سولې پر يوې جامع طرحې دواړه لوري هوکړه وکړي.
د حکمتيار په وينا، که بهرنيان له افغانستان څخه عزتمند وتل غواړي، نو حزب اسلامي يې مرسته کولى شي؛ خو که د جګړې پر دوام ټينګار وکړي، نو دغه حزب له مقاومت پرته بل بديل او انتخاب نه لري.
دى وايي، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ګوري، کمزورى او په جګړو کې ښکېل افغانستان خوښوي او د ستونزې داسې حل غواړي، چې په ترڅ کې يې د دوى (لاسپوڅې) ډلې پر افغانانو تحميل شي.
د هغه په وينا، د حزب اسلامي طرحه دا ده، چې افغانان دې د بهرنيو له منځګړتوب پرته او د رښتينو مذاکراتو له لارې بحران ته افغاني او اسلامي حل پيدا کړي.
د حزب اسلامي مشر وويل، چې د يوه غښتلي نظام او ځواکمنې اردو په نه شتوالي کې له فدرالي نظام سره هوکړه، په اصل کې د هېواد له وېش او تجزيې سره توافق دى او هغه کسان د فدرالي نظام خبرې کوي، چې موخه يې د نورو هېوادونو په ګټه د افغانستان وېش دى.
د دې مرکې بشپړ متن په لاندې ډول دى:
پوښتنه: مهرباني وکړئ، وواياست چې په کابل کې له دولتي او امريکايي چارواکو سره ستاسو د استازو د خبرو مهم ټکي څه وو او ايا په کومو برخو توافق شوى دى؟
ځواب: بسم الله الر حمن الرحيم. د حزب اسلامي هيئت د امريکايانو په غوښتنه کابل ته لېږل شوى و، د هغوى او د کابل د دولتي چارواکو نظريات يې اورېدلي او په ځواب کې يې د بحران د حل اسلامي طرحه ورته تشرېح کړې ده. متاسفانه، امريکايان د بحران د حل په اړه روښانه او د منلو وړ طرحه نه لري او د کابل حکومت په دې اړه، نه کافي واک لري او نه کومه طرحه.
زموږ هيئت له هغوى داسې څه نه دي اورېدلي چې د پاملرنې وړ وي، د اشغال او جګړې پاى ته رسېدل، زموږ د هېواد خپلواکي او د ملت په خوښه د منتخب اسلامي حکومت جوړېدل تضمين کړي. هغوى هماغه خبرې کړې چې په خپلو مطبوعاتي بيانيو کې يې کوي او هغه دا چې مخالفين دې راشي او په حکومت کې دې برخه واخلي، د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دې جګړه پاى ته ورسوي او مجاهدين دې د بهرنيو ځواکونو له نور پاتې کېدو سره توافق وکړي او دا هغه څه دي، چې مجاهدين يې په هېڅ توګه او هېڅکله نه مني.
په داسې حال کې چې جګړه دوى زموږ کور ته راوړې، امريکا او اروپا راغلي او د مظلومو افغانانو پر ضد جنګېږي. هره ورځ په لسګونو افغانان په خپلو وينو کې رغړوي، کورونو ته يې ورځي، په خوب ويده ښځې، بوډاګان او ماشومان وژني، مفسدين، جنګي جنايتکاران، غله او وطن پلورونکي يې پر افغانانو واکمن کړي دي، نو دغو ټولو سره سره به جګړه څنګه پاى ته ورسېږي؟
پوښتنه: ويل کېږي چې د سولې په اړه په خبرو کې حزب اسلامي له خپلو ځينو غوښتنو تېر شوى دى، که همداسې وي مهرباني وکړئ، په دې اړه معلومات راکړئ؟
ځواب: حزب اسلامي اسلام ته ژمن ګوند دى او د ټولو قضاياوو په اړه يې دريځ پر اصولو ولاړ دى، نه يې تردې وړاندې له خپل اسلامي دريځ عدول کړى او نه به انشاءالله تردې وروسته د هغه په تګلارې او دريځ کې بدلون راشي.
زموږ پټ او څرګند دريځ يو شان دى، زموږ هيئت په دې ليدنو کې مقابل لوري ته همغه څه ويلي، چې په مطبوعاتي کنفرانسونو کې يې کوو، چې مطبوعاتو ته يې کوو، په دې يې ټينګار کړى چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو پرته، نه جګړه پاى ته رسېدلى شي او نه سوله راتلى شي.
که دوى عزتمند وتل غواړي، نو موږ يې مرسته کولى شو؛ خو که د جګړې او اشغال پر دوام ټينګار وکړي، نو موږ له مقاومت پرته بل بديل او انتخاب نه لرو. امريکايان او د کابل حکومت بايد پوه شي چې اشغالګر ځواکونه له وتلو پرته بله چاره نه لري.
د تېرو لسو کلونو ناکامې تجربې وښوده چې نه بهرني ځواکونه امنيت راوستى شي او نه د دوى په لاس جوړه شوې او روزل شوې اردو او امنيتي ځواک. که دوى له جنګ ځپلو سيمو ووځي، موږ د امنيت په تامينولو کې هر ډول مرستې ته چمتو يو.
پوښتنه: په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، اوس هم په جګړه کې افغانان وژل کېږي، ستاسو له نظره څه بايد وشي چې ژر اوربند ته لار هواره شي او نور افغانان د جګړې قرباني نه شي؟
ځواب: جګړه د بهرنيانو له لوري پر افغانانو تپل شوې ده، دا همغه جګړه ده چې د روسانو او کمونستانو په لاس پيل شوه او امريکايانو تر نن پورې اوږده کړه. دا جګړه هغه مهال پاى ته رسېداى شي چې بهرني ځواکونه ووځي او بهرنۍ لاسوهنې بندې شي. اوربند يواځې هغه مهال شونى دى چې د سولې پر يوې جامع طرحې دواړه لوري توافق وکړي، چې د جګړې پاى ته رسېدل تضمين کړي. اوربند به د سولې د معاهدې يو بند وي، نه کومه خپلواکه او له نورو بندونو جلا معاهده.
پوښتنه: که څه هم د امريکا په ګډون نړيواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسې ټينګار کوي، خو ويل کېږي چې د قطر د دفتر په موضوع کې افغان دولت ګوښه ساتل شوى، ستاسو له نظره د افغان دولت په مشرۍ د سولې پروسه ګټوره ده، که له امريکا سره مخامخ خبرې؟
ځواب: د کابل حکومت نه د سولې د راتلو تلوسه لري، نه کافي واک او نه کومه طرحه. د کابل چارواکي په ځانګړې توګه کمونستان او شمالي ټلواله د بهرنيو ځواکونو په مزيد پاتې کېدو ټينګار کوي او له امريکايانو په الحاح او زارۍ سره غواړي، چې دلته دايمي اډې ولري او تر مجهولې راتلونکې نېټې مزيد پاتې شي.
د قطر د دفتر په اړه د دوى مخالفت له دغې روحيې راولاړ شوى، دوى د سولې د هرې هڅې مخالفت کوي، د سولې مخکيني کمېسيون ته انګريزانو څو ميليونه پونډ ورکړي، چې د مجاهدينو قوماندانان پرې واخلي او د دوى پر وړاندې تسليمېدو ته يې چمتو کړي او د سولې عالي شورا ته امريکايانو څو ميليونه ډالر په همدې موخه ورکړل. دا شورا د سولې د تامين په اړه هېڅ نه شي کولى، نه له دوى سره واک شته او نه اراده او تلوسه.
پوښتنه: د ځينو خلکو په اند، هغه افغاني ډلې چې په پاکستان کې مېشتې دي، نه شي کولى چې د پاکستان د پوځي استخباراتو (اى اس اى) له خوښې پرته، تصميم ونيسي، تاسو چې د ګوند يو شمېر چارواکي مو په ياد هېواد کې مېشت دي، په دې اړه څه واياست؟
ځواب: دا د کمونستانو او د دوى د غرب پالو ملګرو خوشې او پوچې خبرې دي، په پاکستان کې د مجاهدينو هېڅ ډله دفتر او مرکز نه لري. پاکستان په دې روانه جګړه کې د امريکايانو تر بل هر هېواد زياته مرسته او ملګرتيا کړې، دومره چې له دې مرستې پرته، نه امريکايانو ته د افغانستان اشغال ممکن وو او نه تر نن پورې د جګړې دوام.
د مجاهدينو اکثره مشران د پاکستان په مرسته نيول شوي، ايا په اسلام اباد کې د افغانستان د دوو سفيرانو ملا ضعيف او ډاکټر غيرت بهير نيونه او امريکايانو ته لاس تړلې سپارنه او پنجشېر ته د ډاکټر بهير لېږدونه او تر شپږ کلونو په زندان کې د ده ساتنه، د دې دروغجنې ادعا د بطلان لپاره کافي نه دي؟
پوښتنه: لکه څنګه چې ويل کېږي، پاکستان د افغانستان د قضيې په اړه دوه مخى سياست لري او دغه سياست په افغانستان کې د ستونزو د رامنځ ته کېدو لامل شوى، ستاسو نظر په دې اړه څه دى؟
ځواب: کاش! دا خبره د هغه چا له لوري نه کېداى چې په خپله د هر اشغالګر ځواک د اجيرو جنګيالو په څېر له خپل ولس سره جنګېدلي، پرون د روسانو په چوپړ کې وو او هغوى يې د افغانانو پر ضد وجنګول او نن د امريکايانو تر قوماندې لاندې د خپل ولس په ضد جنګېږي.
د افغانستان ستونزه مسکو او واشنګټن رامنځ ته کړې، په دې بحران کې د دوى د منطقوي ملګرو ونډه ثانوي ده، ايران او پاکستان د دوى په وينا او ملګرتيا کې ثانوي ونډه لري. د پاکستان سياست ته مو يواځې هغه مهال دوه مخى سياست ويلى شو چې هم يې د امريکايانو ملګرتيا کولى او هم يې د مجاهدينو، حال دا چې خبره کاملا د دې عکس ده، پاکستان په يوه مخيزه توګه د امريکايانو ملګرتيا کړې او کوي يې. هغه افغان ډلې هم د امريکايانو په خدمت کې دي چې مشران يې په پاکستان کې د ولسمشرانو په توګه غوره شوي وو.
له کوم پوه او باضمير انسان دا حقيقت پټ دى چې پاکستان نن او له امريکا سره د ملګرتيا له کبله، په داسې کورنيو ستونزو اخته دى چې په افغانستان کې د څه کولو مجال په بشپړه توګه ترې سلب شوى دى.
پوښتنه: د سيمې يو شمېر هېوادونه او په تېره بيا ايران، د افغانستان د ستونزې په سيمه ييز حل ټينګار کوي، تاسې په دې اړه څه واياست.؟
ځواب: موږ په دې اړه مستقل دريځ لرو، د افغانستان په کورنيو چارو کې د هر ډول بهرنۍ مداخلې مخالفت کوو، نه غواړو بحران د هغو هېوادونو د خوښې مطابق حل شي چې دا بحران يې زېږولى دى. زموږ ګاونډيو د مظلومو افغانانو په ضد د اشغالګرو مرسته کړې ده، هغوى خپلې ګټې د افغانستان له روانې جګړې سره غوټه کړې، کمزورى او په جګړو کې ښکېل افغانستان خوښوي، داسې حل غواړي چې په ترڅ کې يې د دوى لاسپوڅي ډلې پر افغانانو تحميل شي، زموږ طرحه دا ده چې افغانان دې د بهرنيو له وساطت پرته او صادقانه مذاکراتو له لارې بحران ته افغاني او اسلامي حل پيدا کړي.
پوښتنه: په افغانستان کې د روانې شخړې او له دولت سره د سولې په اړه د افغانستان د طالبانو د تحريک او د حزب اسلامي په دريځ کې بدلون ليدل کېږي، ستاسو له نظره دغه بدلون له څه شي سرچينه اخلي؟
ځواب: د حزب اسلامي په دريځ کې هېڅ ډول تبديلي نه ده راغلې، زموږ دريځ پرون هم دا و او نن هم دا دى چې له ټولو ذيدخلو لورو سره ګټورو او اصولي مذاکراتو ته چمتو يو. شرايط مو دا دي چې دا مذاکرات بايد د يوې داسې طرحې توافق ته لاره هواره کړي، چې د بهرنيو پوځونو بلاقيد او شرط وتل، د افغانستان خپلواکي، د خپل برخليک په ټاکلو کې د افغانانو مسلم حق او د افغان ولس ملي حاکميت تضمين کړي، دا د مجاهدينو او د ټول افغان ولس اصلي شرايط دي چې له دې پرته، نه روغه جوړه راتلاى شي او نه جګړه پاى ته رسېداى شي.
البته د طالبانو په دريځ کې هم تاسو د يوه څرګند بدلون شاهد يئ او هم موږ، ښه به وي چې په دې اړه په خپله له طالبانو وپوښتۍ او يا انتظار وکړئ چې حقايق مزيد څرګند شي.
پوښتنه: د حزب اسلامي او طالبانو د تحريک په دريځ کې توپير د سولې پر پروسې منفي اغېزې لرلى شي، تاسو د دې ستونزې د حل لپاره څه کړي دي؟
ځواب: زموږ له لوري په وار وار او په صادقانه توګه دا هڅه شوې، چې ټول مجاهدين په يو متحد صف کې راغونډ شي او که دا نه شي کېداى، نو په واحد دريځ او ګډې طرحې توافق وکړي، هم يې د جنګ د څرګنوالي په اړه موقف يو وي او هم يې د سولې او روغې جوړې په اړه او هم د مستقبل په اړه. متاسفانه د خاصو بهرنيو او کورنيو عواملو او خنډونو او موانعو له کبله نه يو موفق شوي چې دا سپېڅلي اهداف ترلاسه کړو. ټولو ته مو ويلي چې غوره داده له مقابل لوري سره له جلا جلا تماسونو او توافقاتو ډډه وشي، د مخکينيو ترخو تجربو د بيا تکرار مخه ونيسو، د پټو سازشونو له لارې او د پرديو د مټ په زور قدرت ته د رسېدو هڅه ونه کړو، داسې شرايط برابر کړو چې بهرني ځواکونه له کوم قيد او شرط پرته له افغانستانه ووځي او له خپلواکۍ وروسته د ملت د خوښې منتخب حکومت جوړ شي.
د جګړو د مخنيوي يواځينۍ ډاډمنه لار همدا ده، ټول بايد پوه شي چې که شوروي اتحاد و نه توانېد په اقتدار کې د ذليلو او وطن پلورو کمونستانو پاتې کېدا تضمين کړي، نو امريکايان هم نه شي توانېدى په قدرت کې د خپلو لاسپوڅو پاتې کېدا تضمين کړي، د تېر و دېرشو کلونو ناکامې تجربې هر چاته د عبرت لپاره کافي دى.
پوښتنه: که چېرې حزب اسلامي له دولت سره يوه سياسي توافق ته ورسېږي، خو طالبان خپل وسله وال مخالفت ته دوام ورکړي، نو بيا به د طالبانو پر وړاندې د حزب اسلامي دريځ څه وي؟
ځواب: حزب اسلامي د ټولو افغانانو يووالى، توافق، د هېواد خپلواکي، د اشغال خاتمه، د جګړې او د جګړې د عواملو پاى ته رسېدا، د واقعي سولې او دايمي امنيت تامين او د افغان ولس د خوښې منتخب اسلامي حکومت غواړي، دا د ټولو مجاهدينو او ټول افغان ولس غوښتنې دي، که په داسې يوې طرحې توافق وشي چې دا غوښتنې تامين کړي، زه ګومان نه کوم چې په طالبانو کې به څوک د دې مخالفت وکړي.
پوښتنه: ستاسي له نظره له هېواده د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د کورنيو جګړو د بيا پيل مخنيوي لپاره څه کول په کار دي؟
ځواب: روانه جګړه د بهرنيو لاسوهنو زېږنده ده، د بهرنو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې يو اساسي عامل له منځه ځي او دې ته لاره هوارېږي چې افغانان خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي. موږ په دې باور يو چې د ملي ميثاق هغه جامع طرحه چې د حزب اسلامي له لوري اعلان شوې، هم د روان بحران عادلانه حل تضمينوي او هم د کورنيو جګړو مخنيوى کوي. دې ته مو بايد پام وي چې مخکينۍ جګړې کورنۍ جګړې نه وې. هغه جګړې بهرنيو طاقتونو رامنځ ته کړې وې، پيلوونکي او پالونکي يې هغه بهرني ځواکونه وو چې د افغانستان په اوسني اشغال کې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه برخه لري، دا د مسکو او واشنګټن خپل منځى توافق و چې د روسي پوځونو له وتلو وروسته د نجيب حکومت پاتې شي، جګړه دوام وکړي، د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حکومت د راتلو په هر صورت او هره بيه مخنيوى وشي. د کمونستانو او غرب پالو ترمنځ ايتلاف رامنځ ته شي او د روسي پوځونو نيمګړى جنګي ماموريت دې ايتلاف ته وسپارل شي. ايران او پاکستان له دې منصوبې سره توافق وکړ، د ايران په وساطت شمالي ايتلاف جوړ شو، کله چې دا ايتلاف د حزب اسلامي د کلک مقاومت په نتيجه کې په خپل ماموريت کې ناکام شو او د ختمېدو په درشل کې ودرېد، طالبان رامنځ ته شول، په لومړي سر کې طالبانو د کابل له حکومت سره د حزب اسلامي په ضد لاس يو کړ، د دوى دواړو توافق پردې وو چې په کابل کې به د ظاهرخان تر مشرۍ لاندې ايتلافي حکومت جوړوي، خو دا منصوبه ناکامه شوه او د دوى دواړو ترمنځ د جګړو اور بل شو او تر هغې يې دوام وکړ چې پر افغانستان د امريکا تر مشرۍ لاندې بريد ته لاره هواره شوه او په دې بريد کې د مسکو او تهران په شمول ټولو هغو هېوادونو برخه واخيسته چې د مجاهدينو له بري او په افغانستان کې د يوه اسلامي حکومت له جوړېدو وېرېدل.
که اوس د اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته، مسکو او واشنګټن او د دوى منطقوي موتلفين يو ځل بيا په افغانستان کې د جګړو د دوام منصوبه ولري، نو احتمال شته چې مخکينى حالت يو ځل بيا رامنځ ته شي؛ خو دا هم يو حقيقت دى چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولاى چې اوس د افغانستان سيمې او نړۍ حالات تر ډېره حده بدل شوي، نه مسکو او تهران او په دوى پورې تړلې ډلې په مخکيني موقعيت کې دي، نه پاکستان او نه به د ناټو ځواکونو له ماتې او وتلو وروسته امريکا او ملګري يې په داسې موقعيت کې وي، چې هغه مهال به که مجاهدين يو بل ته لاس ورکړي او پر يوې معقولې طرحې توافق وکړي، نو په يقين سره ويلى شو چې د مخکينيو ترخو تجربو د تکرار مخنيوى ممکن او اسان دى.
پوښتنه: د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه د حزب اسلامي دريځ څه دى؟
ځواب: ستراتيژيک سند په حقيقت کې د افغانستان د دايمي اشغال سند دى، نه بل څه، داسې سندونه کمونستانو هم له روسانو سره لاسليک کړي وو؛ خو نه يواځې دا چې روسانو او کمونستانو ته يې څه ګټه ونه رسوله، بلکې د دواړو سر يې وخوړ او د کمونيزم او شوروي اتحاد د زوال سند ترې جوړ شو. ښايي د دې سند پايله به هم که خداى کول دې ته ورته وي، دې ته مو بايد پام وي چې نه د کابل حکومت يو مشروع او قانوني حکومت دى چې د افغان ولس په استازيتوب داسې تړون لاسليک کړي او لاسليک يې څه اعتبار ولري او نه د داسې سندونو د منلو او نه منلو په اړه کوم استقلال او واک لري.
دا د امريکايانو لاسپوڅى حکومت دى، هغه څه کوي چې امريکايان يې پرې اعمالوي، دوى داسې ډېر سندونه يې امضا کړي، امريکايانو د دوى پر وړاندې د سندونو متن ايښى او دوى په پټو سترګو لاسليک کړى، دوى له امريکايانو سره دا سند هم لاسليک کړى چې په افغانستان کې زندانونه درلوداى شي، خپل مخالفين نيولى، بندي کولاى، محاکمه کولاى او له هېواده بهر انتقالولاى شي، د شپې او ورځې له لوري هر مهال او په هر ځاى کې عمليات ترسره کولاى شي، له ويزې پرته افغانستان ته تګ راتګ کولاى شي، د افغانستان له فضا د خپلو الوتکو لپاره او له سړکونو يې د خپلو ټانکونو او وسايطو لپاره استفاده کولاى شي.
پوښتنه: د افغانستان اوسني امنيتي، سياسي او اقتصادي حالت ته په کتو سره، افغانستان بايد څه ډول بهرنى سياست ولري؟
د افغانستان حساس او ستراتيژيک موقعيت داسې دى چې د جاه طلبو نړيوالو او سيمه ييزو ځواکونو حرص او رقابتونه پاروي، نه مسکو او چين دا زغملى شي چې د غرب نظامي اډه او مستعمره ترې جوړه شي او نه غرب دا زغملى شي چې د دوى د رقيبانو په لاس کې وي. ايران، هند او پاکستان هم دا نه شي زغملى چې د دوى رقيبان پرې مسلط وي. دې حقيقت ته په پام سره بايد افغانستان خپلواک او مستقل سياست ولري او پر يوې خاصې جناح پورې له تړل کېدو ډډه وکړي، که نه نو مخکينۍ ترخې او خونړۍ تجربې به بيا تکراروي، هغه ډلې له افغان ولس سره ستر ظلم او جفا کوي او د بهرنيو د ګټو لپاره خپل مظلوم ولس د جګړو په اور کې سوځوي چې د همدغو ځواکونو د مټو، وسلو او پيسو په زور پر افغانانو د حکومت کولو هڅه کوي.
پوښتنه: په دې وروستيو کې ځينې سياسي کړۍ، د غير متمرکز پارلماني يا فدرالي نظام غوښتنه کوي، تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: د دې پوښتنې لنډ ځواب دا دى چې کومې کړۍ دا غوښتنه کوي، د هغوى توره او ننګينه سابقه او له هر اشغالګر ځواک سره د دوى له شرمه ډکه ملګرتيا، د دې غوښتنې ماهيت جوتوي. دا د دوى غوښتنه نه ده، بلکې د دوى پر خولې د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده. دا غوښتنه له هېواده بهر په داسې کنفرانس کې عنوانېږي چې د امريکا هغو سناتورانو جوړه کړې چې د عراق د تجزيې لپاره دې ته ورته وړانديز لري.
ايا کمونستان، د روسانو افغاني ملېشې، له روسانو سره اوربند کوونکي، د جهاني کمونستانو موتلفين، د امريکايانو تر قوماندې لاندې له افغانان ولس سره جنګېدونکي ناافغانان، د دې حق لري چې ځان د افغان ولس استازي وګڼي او د افغانستان د تجزيې غوښتنه وکړي؟
د دې پوښتنې دقيق ځواب دا دى، هرڅوک پوهېږي چې دافغانستان په موجوده ظروفو کې فدرالي نظام د هېواد له تجزيې پرته، بله نتيجه نه لري. د يوه قوي نظام او ځواکمنې اردو په نه شتوالي کې له فدرالي نظام سره توافق په اصل کې د هېواد له وېش او تجزيې سره توافق دى، هېڅ بااحساس او وطنپاله افغان د فدرالي نظام خبره نه کوي؛ مشبوع او مشکوکې کړۍ، د پرديو په وينا دا خبره کوي. هدف يې د نورو هېوادونو په ګټه د افغانستان وېش دى، نه ولاياتو ته د متناسب او مناسب صلاحيت او واک لېږدول.
ايران پارلماني نظام تجربه کړ، خو د هغه بدو پايلو ته په پام سره مجبور شو چې په رياستي نظام يې واړوي. په پاکستان کې د پارلماني نظام بدې پايلې زموږ پر وړاندې پرتې دي، د پاکستان له پيدايښت تر نن پورې هېڅ صدراعظم خپله دوره نه ده پوره کړې.
پارلماني نظام هغه انګرېز ډوله نظام دى چې د دوى په مستعمراتو کې په ميراث ترې پاتې شوى، دا نظام د بريتانيا په څېر يوې ملکې ته يا د هند په څېر تش په نامه يوه جمهور رييس ته اړ دى له دې پرته نه شي چلېدى.
عجيبه لا دا ده چې زموږ يو ګاونډى او په هغه پورې تړلې ډلې، په افغانستان کې د شيعه وو لپاره په حکومت کې د لويې برخې غوښتنه کوي، فدرالي نظام او د شيعه وو لپاره خپلواکه سيمه او ولايت غواړي، امريکا د دې غوښتنو ملاتړ کوي؛ خو په همدې ګاونډي هېواد کې هغه څوک وطن پلورونکى او د هېواد دښمن ګڼل کېږي او په اعدام محکومېږي چې د فدرالي نظام خبره کوي او اقليتونو ته د عادلانه انساني او اسلامي حقوقو او حيثيت غوښتنه کوي.
والسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP