اسلام اباد (پژواک٣ ورى ٩١): ټاکل شوې ده، چې د پاکستان ولسمشر د راتلونکې اونۍ په سر کې تاجکستان ته سفر وکړي او په څلور اړخيزه سرمشريزه غونډه کې ، چې د افغانستان حالاتو په اړه هم خبرې کيږي، ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبر پاڼه کي ويل شوي، چې د دغه هيواد ولسمشر اصف علي زرداري د راتلونکي شنبې په ورځ (د مارچ په ٢٤ مه) به د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په بلنه ، هغه هيواد ته سفر وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، زرداري د خپل سفر پر مهال په هغه څلور اړخيزه غونډه کې، چې د تاجکستان ،افغانستان او ايران مشران هم پکې برخه اخلي، ګډون کوي او د نورو مسايلو په ګډون دافغانستان د روانو حالاتو په اړه هم خبرې کيږي.
د سرچينې په وينا، د پاکستان او تاجکستان ولسمشران به خپلمنځي سياسي ، سوداګريز،دفاعي او امنيتي چارو په اړوند هم خبرې اترې وکړي .
همدا راز د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت د دفتر وياند عبدالباسط نن د( وري په ٣مه ) تر غرمې وروسته اسلام اباد کې د خبريالانو اونيزې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د پاکستان د ولسمشر سفر تاجکستان ته ډېر د اهميت وړ دى.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن