کابل (پژواک ١١ لړم ٩٢): ولسي جرګې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، پنځوس اوريزه نړيوال جام ته د لار موندو له امله وستايله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره مياشت، په متحده عربي اماراتو کې د کينيا پر لوبډلې تر بريا وروسته، د لومړي ځل لپاره پنځوس اوريزه نړيوال جام ته لاره وموندله او ټاکل شوې، چې دغه سيالۍ په ٢٠١٥ زېږديز کال کې په اسټراليا او نيوزيلېنډ هېوادونو کې تر سره شي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي په نننۍ غونډه کې وويل، چې نړيوال جام ته د کرکټ ملي لوبډلې لاره پيدا کول، دغې لوبډلې ته لويه لاس ته راوړنه ده.
نوموړي زياته کړه: په داسې حال کې، چې په هېواد کې د کرکټ لوبه اوږده مخينه نه لري، خو د کرکټ لوبغاړو په خپلو ښو مهارتونو او شپه ورځ کوښښونو سره وکولاى شول، چې ښه وځليږي او د نړيوالو تجربه کارو او پخوانيو ټيمونو سره په کتار کې ځان برابر کړي.
د هېواد د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د خبرو په ترڅ کې وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، دوه ځلې شل اوريزه نړيوالو لوبو ته لاره موندلې، خو دا لومړنى ځل دى، چې د نړيوال پنځوس اوريزه سياليو جام ته لاره مومي.
هغه ياده بريا يوه تاريخي لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په ډېرو لږو امکاناتو سره د ١٧٠ هېوادونو په کتار کې ديارلسم ځاى خپل کړى او د شل اوريزو سياليو په کټګورۍ کې يې نهم ځاى خپل کړى دى.
د مسعود په وينا، د افغانستان د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، تر څو په پنځوس اوريزه نړيوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د کرکټ د ملي لوبډلې غړي او اداره د ولسي په نننۍ غونډه کې له دې پرته، چې په مډالونو، ستاينليکونو او په نغدي مرستو وستايل شول، د دغې غونډې د ځينو غړو له لوري ورسره د نغدو مرستو وعدې هم وشوې.
په ياده ناسته کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست په دغو مرستو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې ځينې وکيلان د مرستو ژمنه کوي، خو په پايله کې په خپلو وعدو عمل نه کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوي هم وويل، چې د ملي شورا ځينو غړو د فوټبال له ټيم سره د مرستو وعده کړې وه، خو هغوى تر دې مهال مرستې نه دي تر لاسه کړي.
د ويلو ده، چې د روان کال په لومړيو کې هم د کرکټ ملي لوبډله د ملي شورا او ځينو نورو بنسټونو له لوري ستايل شوې وه.
دغه راز د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې قاري محمد رشاد مموزى او قاري سيدضياءالله هم، چې د قران کريم د ترتيل، تجويد اوحفظ په برخو کې يې د مصر او سعودي عربستان په نړيوالې سيالۍ کې وياړنې تر لاسه کړې وې، وستايل شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن