کابل( پژواک ٧ ورى ٩٢): په کابل کې د نوروز د نړيوال جشن مقدماتي مراسم پيل شول او دا مهال په ارګ کې ملي اتڼوڼه دوام لري.
چارواکيو مخکې ويلي و، چې دې مراسمو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشى مرستيال او د ايران ، عراق ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان، قرغيزستان ، آذربايجان ، پاکستان ، هندوستان ، ترکيې ، قزاقستان او ارمنستان ولسمشران او يا نور لوړ پوړي چارواکي رابلل شوي دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تېره ورځ افغانستان ته راغلى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د نورو مېلمنو د راتګ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي ، خو تېره ورځ يې ويلي و چې د تاجکستان، ايران او پاکستان ولسمشران او د اذربايجان لومړى وزير او د ځينو نورو هېوادونو لوړپوړي چاراکي نن ( ٧ ورى ) کابل ته راځي.
دا مهال په ارګ کې ملي اتڼوڼه روان دي او ټاکل شوې چې ورپسې نور مراسم تر سره شي.
ټاکل شوې وه چې دغه مراسم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې تر سره شي ، خو چاواکيو ويلي چې هلته ددې مراسمو لپاره د جوړې شوي قصر کارونه نه دي بشپړ شوي.
دا د نوروز پنځم نړيوال جشن دى .
دغه مراسم وروسته له هغه تر سره کيږي چې ملګرو ملتونو نوروز د” نړۍ معنوي ميراث “ وباله .
د نوروز نړيوال جشن په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو کې په ايران ، په ١٣٩١ کا ل کې په تاجکستان او په ١٣٩٢ کال کې په ترکمنستان کې تر سره شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن