ژبه

”بهرنيو چارو وزارت د چارواکو خپلوانو انحصار کړى”

توسط عزيزالله همدرد

مارچ 1, 2015 - 2:30 pm

Views: 103

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٣): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د بهرنيو چارو وزارت اکثره ډيپلوماټ کارکوونکي د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو اولادونه او نږدې کسان دي چې د استخدام له معيارونو پرته په دغه وزارت کې په کار ګومارل شوي دي.

د موندنو له مخې، د اوسنيو او پخوانيو حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو د اولادونو او خپلوانو ډېره برخه په وزارت کې پر کليدي پستونو تر استخدام وروسته په بېړني ډول په بهر کې د افغانستان سفارتونو ته استول شوي او اکثرو يې سياسي پناه هم اخيستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې بهرنيو چارو وزارت کې د دولت د کارکوونکو قانون د ٦٠ مې مادې له مخې، په بهرنيو چارو وزارت کې د استخدام او ګومارنې په برخه کې د ټاکلو معيارونو پر بنسټ د کار غوښتونکى بايد لږ تر لږه ليسانس وي او د حقوقو، سياسي علومو، اقتصاد او تجارت، ژورنالېزم، اداره او مديريت او يا هم نورو تخصصي څانګو ته ترتيب سره ترجيح ورکول کېږي.

لږ تر لږه ٢١ او تر ټولو زيات ٣٥ کاله عمر (٣٥ کلن بايد د ماسټري او دوکتورا د فراغت سند ولري)، د وزارت په تور لېست کې د استخدام د غوښتونکي د نوم نشتوالى، په رسمي او ملي ژبو (پښتو او دري) د خبرو او ليکلو وړتيا، د انګليسي په ټافل ازموينه کې د لږ تر لږه ٤٥٠ نومرو شتون او يا هم لږ تر لږه د انګليسي له ( اى ليټس) سره موازي نومرې او يا د ورته انګليسي ازموينې تېرول په بهرنيو چارو وزارت کې د کارکوونکو د ګومارنې نور معيارونه دي.

د کمپيوټر او نورو نوو ټکنالوژيکو وسايلو په کارونه کې د کافي مهارت شتون، په اخلاقي فساد او نشه يي او نورو توکو د روږدېدنې نشتوالى، په برياليتوب سره وزارت ته د راتلو د کانکور تېرول او په وزارت کې د استخدام نور پړاوونه د وزارت له ټاکلو معيارونو څخه دي.

د دې مادې له مخې، د مسلکي ډيپلوماټ په توګه د استخدام غوښتونکى بايد له لاندې پړاوونو څخه تر بريالي تېرېدو وروسته د بهرنيو چارو کادر ته شامل شي.

دغه پړاوونه د کانکور له ليکنۍ ازموينې، مرکې، امنيتي تصديق، د کار د عملي دورې بشپړاوي او د بهرنيو چارو وزارت انسټيټيوټ له فراغت څخه عبارت دي.

خو د حامد کرزي د حکومت د تېرې ١٣ کلنې دورې په اوږدو کې د هغه د تره (عزيز الله کرزي) په ګډون، د ده د دوو مرستيالانو زامن، د حکومتي چارواکو او ملي شورا د غړو ګڼ شمېر زامن او خپلوان د وړتيا له اصل پرته د قومي، سمتي او نورو شخصي سليقو لکه له لوړ پوړو حکومتي چارواکو، د ملي شورا له غړو او جهادي شخصيتونو سره د پېژندګلوۍ له مخې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو په توګه له ازادې سيالۍ او د استخدام د معيارونو له په پام کې نيولو پرته ګومارل شوي دي.

د ولسمشر د پخواني لومړي مرستيال مارشال محمد سيم فهيم مشر زوى اديب فهيم په ٢٠١١ زېږديز کال کې د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي چارو رياست د مرستيال په توګه وټاکل شو او د ٢٠١٣ کال په لومړيو کې د بهرنيو چارو وزارت د دويم سياسي رياست د رييس په توګه مقرر شو.

د بهرنيو چارو وزارت دويم سياسي رياست له هغو با ارزښته رياستونو دى چې له خپلې حوزې سره اړوندو کابل مېشتو رياستونو سره اړيکه ټينګوي او په منځنۍ اسيا او افريقايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو فعاليتونه رهبري کوي. اديب فهيم د خپل پلار له مړينې وروسته په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په بهرنيو چارو وزارت کې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.

خو د ولسمشر د پخواني دويم مرستيال کريم خليل مشر زوى تقي خليلي د چارواکو په زامنو کې هغه تن دى چې له تېرو ١٣ کلونو راهيسې يې په بهرنيو چارو وزارت کې د ډيپلوماټ په توګه کار کوي.

نوموړي د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کړى چې له دې ډلې يې په امريکا کې د افغانستان د سفارت د لومړي مرستيالۍ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي د مرستيال دندې يادولى شو.

نوموړى د نوي حکومت له راتګ سره سم پرته له دې چې په سفارتونو او سياسي نماينده ګيو کې د خپلې رسمي دندې له پاى ته رسېدو وروسته درې کاله په بهرنيو چارو وزارت کې کار وکړي، په اذربايجان کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى دى.

ويل کېږي چې تقي خليلي په امريکا کې له شته فرصتونو په ګټې اخيستو د خپلې کورنۍ غړي په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د امکاناتو له لارې کاناډا ته استولي چې د پناه غوښتنليک يې هم د ياد هېواد له خوا منل شوى دى.

باوري سرچينې وايي چې د بهرنيو چارو وزارت اکثره کارکوونکي په ځانګړي ډول ډيپلوماتيک کارکوونکي له دولتي چارواکو سره تړلي کسان دي چې د استخدام له معيارونو او د ازموينې له ورکړې پرته په دغه وزارت کې ګومارل شوي دي.

د ولسي جرګې د پخواني رييس او د ولسمشر د پخواني لومړي مرستيال محمديونس قانوني زوى

د کورنيو چارو د پخواني وزير عمر داوود زي زوى

د ولسي جرګې د غړي داوود کلکاني زامن

د ولسي جرګې د غړې قاضي راحلې لور

د ملي دفاع وزارت د وياند ظاهر عظيمي زوى

د ولسي جرګې د غړې حميدې احمدزۍ ورور

د ولسي جرګې د پخواني غړي سيد حسين انوري زوى

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د پخواني وزير انورالحق احدي ورور

د پوهنې د پخواني وزير فاروق وردک ورور

د افغانستان د عالمانو شورا د رييس قيام الدين کشاف زوى

د بهرنيو چارو وزارت اداري رييس محى الدين صاحب زاده لور شګوفه صاحب زاده  او زوى يي حميد صاحب زاده

د ولسي جرګې د غړي محمد عبدُه زوى

د ولسي جرګې د غړي قدرت الله ذکي ورور

د ولسي جرګې د غړې نظيفې ذکي لور

د پخواني جهادي مشر او د ولسي جرګې د پخواني  وکيل عبدرب الرسول سياف ورېرونه

د ولسي جرګې د پخواني غړي نور اکبري لور او زوم

د ولسي جرګې د غړې نيلوفر ابراهيمي مېړه

د ولسي جرګې د غړې فوزيې رووفي خور

د ولسي جرګې د غړې ارين يون ورور

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پخوانۍ وزيرې امنې افضلي لور

د لوى څارنوال اسحاق الکو زوى

د کندهار ولايت د سرپرست توريالي ويسا دوه لوڼې

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې دغه راز د يو شمېر نورو چارواکو خپلوان هم د بهرنيو چارو په وزارت او يو شمېر بهرنيو سفارتونو کې دندې لري.

د بهرنيو چارو دپخواني وزير ضراراحمد عثماني د ياور زوى د ترکيې په استانبول کونسلګرۍ، د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي ورور په ډيلي کې، د ولسي جرګې د وکيل نيلوفر ابراهيمي خاوند په اسټراليا کې،د کندهار د وکيل ننګيالي ورور ، د ننګرهار د امنيه قوماندان ورور په کاناډا کې دندې لري.

سرچينه وايي، د ملي امنيت د شورا د چارواکي انجنير ابراهيم وراره عبدالله سلام په مسکو کې، په هند کې د افغان سفير ابدالي ورور احمدشاه ابدالي په استانبول کې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي وراره مجيد کرزى.

د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي زوى ذبيح الله مجددي په اماراتو کې سفير، د پخواني جهادي مشر پير ګيلاني زوى هم په اردن کې سفير و.

د کاپيسا د وکيل نجرابي وراره د دوبۍ په سفارت کې کارمند دى، د صادق مدبر زوى په دوبۍ کې دنده لري، د نور اکبري لور انيسه اکبري په نيويارک کې، د جاوېد لودين خسر فريد بهمن په کاناډا کې، د هلمند د يوې وکيلې حبيبې سادات لور، سره له دې چې فارغه شوې هم نه ده، په کوم سفارت کې دنده لري.

   د جنرال جرئت زوى هم د بهرنيو چارو وزارت اړوند کارکوونکی دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مېرمنې زينت کرزۍ ورور يما قريشي په واشنګټن کې، د سپنتا اوښى همايون کامګار، د ولسي جرګې د وکيل حضرت علي ورور په دوبۍ کې، د اسماعيل خان زوى، د ډاکټر مشاهد زوى، په اېټاليا کې د پخواني پاچا ظاهر شاه لمسى له تېرو لسو کلونو راهيسې په سفارت کې دنده لري.

د لوګر د پخواني والي عبدالله وردګ زوى، د خوست د والي عبدالجبار نعيمي ورور په بلجيم کې د افغان سفارت سکرتر.

سرچينې زياته کړې چې له يادو شوو څخه ډېرى کسان د لوړوپوړو چارواکو او وکيلانو په واسطو له ازموينې او ارزونې پرته د پخواني وزير ضراراحمد عثماني د وزارت پر مهال په بهرنيو هېوادونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د دغو کسانو تر څنګ، د حکومتي چارواکو او د ملي شورا د غړو يو شمېر زامن او نږدې کسان هم شته چې د وړتيا اصل او د ازادې سيالۍ ازموينې له تېرولو پرته په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د يوې سرچينې په خبره، فريد کاظمي پخوا د ولسي جرګې د دارالانشاء د رييس سکرتر او مجتبى د چارو ادارې پخوانى کار کوونکى و چې له ازموينې پرته په دغه وزارت کې مقرر شوي دي.

ددې ترڅنګ ويل کېږي، چې منيژه باختري له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ناروې کې سفيره ده، ظاهر طنين له تېرو ١٠ کلونو راهيسې په ملګرو ملتونو کې دايمى استازى دى، ننګيالى طرزى له ١٣ کلونو راهيسې په جنيوا کې ، عزيز الله کرزى په مسکو کې له تېرو ٥ کلونو راهيسې، خليلي له تېرو ١٤ کلونو راهيسې په هسپانيا کې ، اسد عمر په فرانسه کې له تېرو ٥ کلونو راهيسې، جيحون څلور کاله په اسټراليااو له تېرو څلورو کلونو راهيسې په ترکيه کې او ډاکټر فاطمي  له تېرو څلورو کلونو راهيسې په جاپان کې سفير دي.

د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي پژواک ته وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې د افغانستان د بهرنۍ کړنلارې او ډيپلوماسۍ د نا اغېزمنتيا يو لامل د لوړوپوړو دولتي چارواکو زامن، خپلوان او واسطه لرونکي کسان وو چې د غير مسلکي او ډيپلوماتيکو کارکوونکو په توګه يې کار کاوه چې حتى يو شمېر يې له ١٢ ټولګي هم نه دي فارغ شوي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د راپورونو له مخې، په دې موده کې غير مسلکي کارکوونکي په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارل شوي چې حتى له دې ډلې طبي ډاکټران، انجنيران او مهندسان هم د واسطې او اړيکو له مخې ګومارل شوي، چې له دې ډلې يو شمېر له هېواده بهر د سفير او ډيپلوماټ په توګه هم مقرر شوي دي.

همدارنګه داسې کسان هم شته چې شاوخوا اتيا کاله عمر لري او د ډيپلوماتيک عرف خلاف بيا هم د سفير په توګه دنده اجرا کوي.))

ځاځي زياته کړه چې د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د دغو کسانو لېست ترتيب کړى او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته ويل شوي چې بايد د درېيو مياشتو په اوږدو کې په دغه وزارت کې اړين بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړي او که چېرې د بهرنيو چارو وزير دغه کار ونه کړي، د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون به د خپل قانوني صلاحيت له مخې په دې برخه کې په خپله عملي اقدام وکړي.

د هغه په خبره، د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د معلوماتو له مخې، څه باندې ١٠٠ داسې کسان چې يواځې له ١٢ ټولګي فارغ شوي، د وزارت په کليدي پستونو او يا هم په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې د ډيپلوماټ په توګه ټاکل شوي چې د ډيپلوماسۍ قانون خلاف دي او شاوخوا ٢٠٠ نور د معيارونو له په نظر کې نيولو پرته د ډيپلوماټ په توګه ګومارل شوي دي.

د ولسي جرګې يو شمېر نور غړي هم وايي چې د ملي شورا نيمايي غړو د خپلې کورنۍ غړي او خپل نږدې کسان په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارلي دي.

د دوى په خبره، د عبدالله عبدالله د وزارت پر مهال د هېواد په هره بهرنۍ نماينده ګۍ کې د پنجشېر يو يا څو کسانو د ډيپلوماټ په توګه دندې درلودې.

دوى وايي چې په امريکا او اروپا کې د افغانستان په سفارتونو کې غوڅ اکثريت ځايي کارکوونکي کار کوي چې په دولتي چارواکو پورې تړلي او له ټيټ پوړو کسانو پرته هېڅ داسې کوم دولتي چارواکى نشته چې د کورنۍ يو يا څو غړي يې دې په دغه وزارت کې نه وي ګومارلي.

د جرګې دغه غړي زياتوي چې د بهرنيو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق پر يوه اداره بدل شوى چې د سياسي او دولتي پاسپورټ له لارې خلک له هېواده بهر استوي.

د ولسي جرګې د غړي قيس حسن د کورنۍ په نوم يو شمېر کسان اېټاليا ته استول شوي او د بهرنيو چارو وزارت پارلماني رييس دغه کار کاوه، له وکيلانو يې د ملاتړ غوښتنه کړې وه چې په نتيجه کې په لاس انجلس کې د جنرال کونسل په توګه وټاکل شو.

د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال عتيق الله عاطفمل هم د دې پخلى وکړ چې په تېرو ١٣ کلونو کې ځينې کسان د پېژندګلوۍ له مخې ټاکل شوي ، خو ويې ويل چې په ټولو دولتي ادارو کې د لوړ پوړو چارواکو له خوا د خپلو نږدې کسانو استخدام يوه عادي چاره ده او د بهرينو چارو وزارت هم له دې چارې لرې نه دى پاتې شوى.

هغه زياته کړه چې په تېر کې دغه وزارت ته يو شمېر کسان له ازموينې پرته د دولتي چارواکو په واسطه جذب شوي چې له دې موضوع سترګې نه شي پټولى.

خو عاطفمل زياته کړه: ((په بهرنيو چارو وزارت کې د نوي مشرتابه له راتلو سره، موږ څو موارد ارزيابي کړي او ولسمشر هم لارښوونه کړې چې دغه موارد وڅېړو، موږ خپلې څېړنې بشپړې کړې او بشپړ راپور مې يې ولسمشر ته تسليم کړى دى.))

د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال په ډاګه کړه چې ډېر ژر به په دې اړه تصميم ونيول شي او هغه کسان چې د معيارونو له بشپړاوي پرته په وزارت او يا هم له هېواده بهر د افغانستان په سياسي نماينده ګيو کې مقرر شوي، يا کار اهل کار ته نه دى سپارل شوى او يا يې په اړه کومه بله ستونزه شته، په اړه به يې تصميم ونيول شي.

د دې تر څنګ چې د لوړو پوړو چارواکو او ملي شورا له غړو سره نږدې کسان په وزارت کې ټاکل شوي، ډاکټر عبدالله، رنګين دادفر سپنتا، زلمي رسول او ضراراحمد عثماني هم په تېرو ١٣ کلونو کې د دغه وزارت د وزيرانو په توګه هر يوه په خپله دوره کې خپل نږدې کسان په بهرنيو چارو وزارت کې مقرر کړي دي.

په تازه مواردو کې بيا شعيب حبيبي د رياست دفتر مرستيال، نجيب اقا فهيم د پاليسي او ستراتيژۍ رييس، د سياف وياند فهيم کوهدامني، د طلوع خصوصي تلوېزيون پخوانى خبريال حامد حيدري، فهيم عبرت، احمد رشاد کوهستاني او يو شمېر نور کسان د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو او سراج الحق سراج د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال وياند په توګه د ضراراحمد عثماني له خوا د معيار له پوره کولو او د ازموينې له ورکړې پرته په بهرنيو چارو وزارت کې ګومارل شوي دي.

ويل کېږي چې عثماني د کورنيو او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت پر مهال، فهيم په دواړو وزارتونو کې د خپل مشاور په توګه ټاکلى و، خو کله چې عثماني د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، د خپل سلاکار لپاره يې د پاليسۍ رياست په نوم يو بل پوست هم په بهرنيو چارو وزارت کې رامنځته کړ.

همدارنګه حامد حيدري هغه مهال چې عثماني له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير و، د دغه وزارت د سلاکار په توګه کار کاوه او د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو په وينا، چې حامد حيدري ډېره کمه حاضري ورکوي.

خو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند سراج الحق سراج وايي چې د قانوني واکونو او د بهرنيو چارو وزير د ليدلوري او نظر له مخې په تېرو کلونو کې يو شمېر کسان په دغه وزارت کې ګومارل شوي دي.

نوموړي په دې اړه چې په تېر کې څومره کسان د معيارونو له بشپړاوي او له ازموينې پرته مقرر شوي، څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې له دې وروسته د نوې کړنلارې له مخې، هغه کسان چې مقررېږي، بايد د ژورنالېزم، ادبياتو، اقتصاد او حقوقو پوهنځيو څخه فارغ شوي وي او له دې وروسته به د دندې غوښتونکي له يوې رڼې ليکنۍ او تقريري ازموينې وروسته د کارکوونکي په توګه ټاکل کېږي.

خو د چارو د ځينې شنونکو په وينا، په بهرنيو چارو وزارت او په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو د ناسمو کارونو لامل د مقرريو سره رېښې لري او د کارکوونکو په مقررۍ کي يې د وړتيا اصل ته پاملرنه  نه ده شوې.

په تېرو څو کلونو کې له هېواده بهر دافغانستان سفارتونو کې د ځينو افغان سفيرانو او د هغوى د کارکوونکو تر منځ لفظي او فزيکي شخړې هم رسنيو ته راوتلې دي.

درې کاله وړاندې په امريکا کې د افغان سفير اکليل حکيمي او د سفارت د مستشار هارون الکو (د لوى څارنوال اسحق الکو زوى) تر منځ لفظي شخړه او فزيکي نښته د رسنيو په ګرمه موضوع بدله شوې وه او داسې خبرې هم کېدې چې اکليل احمد حکيمي د هارون الکو له خوا وهل ډبول هم خوړلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عالمانو شورا د مشر قيام الدين کشاف زوى هم په سعودي عربستان کې د ډيپلوماټ په توګه ګومارل شوى و، خو هلته له سفير سره تر لفظي شخړې وروسته هنګري ته  لاړ او هلته يې هم له سفير سره په بيا بيا لفظي شخړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو نوي وزير صلاح الدين رباني تېره مياشت له ولسي جرګې څخه د باو رايې اخيستو پر مهال ژمنه وکړه چې په دغه وزارت کې به اړين اصلاحات رامنځته کړي.

هغه وويل: ((کله چې موږ په خپله کاري حوزه کې د کار ژمنتيا کوو، نو زموږ ژمنه د کومې ډلې او ځانګړي سياسي جريان لپاره نه ده، زموږ ژمنتيا د هېواد د مسوولانو په توګه، هېواد، خلکو، ديني ارزښتونو، ملي ګټو او کاري صداقت ته ده او کولى شو چې دغه روحيه په بهرنيو چارو وزارت کې رامنځته کړو.))

د رباني په خبره، اهل کار ته د کار سپارل، له سياسي نماينده ګيو څخه د پرله پسې څارنې لپاره د موثر مکانيزم تدوين، د کاري ظرفيت پراختيا او په ټولو برخو کې د ښځو فعاليت ته زياته پاملرنه به د ده له کارونو وي.

د بهرنيو چارو وزير د هېواد په بهرني سياست کې ژمنه او تخصص مهم او د پام وړ وبلل او څرګنده يې کړه: ((له شک پرته چې د بهرنيو چارو وزارت وړ، ژمنو او متخصصو کدرونو ته اړتيا لري، بايد د هېواد خلکو، ملي ګټو او ديني باورونو ته ژمنتيا زموږ د راتلونکو کلونو د فعاليت بنسټ جوړ کړي، ژمنه کوم چې زه او همکاران به مې هڅه وکړو چې د بهرنيو چارو په وزارت کې دغه روحيه تر ټولو ډېره پياوړې کړو.))

هغه څرګنده کړه، څنګه چې امنيتي ځواکونه د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو او امنيت په موخه ځان قربانوي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د بهرني سياست همکاران هم بايد په سياسي او نړيوالو برخو کې په مسووليت منلو، ژمنيتا او صداقت سره د افغانستان د مناسب مقام د پياوړتيا لپاره کار او نه ستړې کېدونکي فعاليتونه وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت په هر هېواد کې د بهرني سياست د تامين تر ټولو د ستر بنسټ په توګه فعاليت کوي، دغه وزارت د نورو دندو تر څنګ هغه بنسټ دى چې په بهرني چاپېريال کې د خپلو وګړو او هېواد د ملي ګټو ساتونکى هم ګڼل کېږي.

د ډيپلوماتيکو او کونسلي کارکوونکو د خدماتو قانون د پنځمې مادې او په همدغه وزارت کې د وړتيا او کادري سياست اصل ته په پام سره بايد د وړ ځوانانو او په شرايطو د برابرو پوهو کسانو د جذب لپاره د کانکور ازموينه ترسره شي، څو ځوانان د ازادې سيالۍ د پروسې له لارې په دغه وزارت کې وګومارل شي.

د ويلو ده چې د روان کال د زمري مياشتې په ٣١مه ١٣٣٠ تنو د بهرنيو چارو وزارت بېلابېلو ٥٠ پستونو ته په داسې حال کې په ازموينه کې ګډون وکړ چې پخوا به يو شمېر کسان له څه ازموينې پرته دغه وزارت کې ګومارل کېدل.

په داسې حال کې چې د ازموينې له ګډونوالو د لسو کسانو مرکې خلاصې شوې او د مقررۍ د مکتوب انتظار باسي، خو ويل کېږي چې د دوى پر ځاى د بهرنيو چارو د پخواني وزير مقبل عثماني، لوړپوړو دولتي چارواکو او ملي شورا غړو خپلوان مقرر شوي دي.