ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګونو لاريون کوونکو افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه

زرګونو لاريون کوونکو افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه

author avatar
3 Aug 2015 - 19:01
زرګونو لاريون کوونکو افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه
author avatar
3 Aug 2015 - 19:01

کابل(پژواک،١٢زمرى٩٤): په بيلابيلو ولايتونو کې زرګونو لاريون کوونکو په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه او د طالبانو د نوي مشر وروستۍ څرګندونې يې وغندلې.

څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان دولت استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې وکړې، خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته په منسوب يوه غږېز کلېپ کې د سولې له پروسې سره مخالفت ښودل شوى او ويلي يې دي : "د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو."

د همدې څرګندونو او د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون په لوګر، هرات،پکتيکا او هلمند ولايتونو کې مدني فعالانو، د ولايتی شورا غړيو، قومي مشرانو، ديني علماوو او د ښځو په ګډون سلګونو کسانو لاريونونه او خبرې غونډې وکړې.

لاريون کوونکو د سولې له هڅو ملاتړ وکړ او له حکومت او  ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان او نورو استخباراتي کړيو د لاسوهنو مخه ونيسي. 

دوی له ځان سره د پاکستان په ضد ليکلي شعارونه ليږدول او دغه راز يې د ټولو هغو هيوادونو پر ضد شعارونه ورکول چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

د هرات ولايت مدني ټولنو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د ولايتي شورا استازو د لاريون په ترڅ کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه .

د هرات د ولايتي شورا غړې او لاريون کوونکې سيما رامش وويل چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې ښکاره لاسوهنې کوي، ځانمرګي بريد کونکي استوي خو حکومت يې پر وړاندې چوپتيا غوره کړې ده.

هغې زياته کړه : (( په خواشينۍ سره چې نه افغان حکومت او نه هم نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو مخنيوى وکړ، نړيوالې ټولنې په دې برخه کې دوه مخى سياست غوره کړى دى.))

په هرات کې د مدني ټولنو مشر خليل پارسا وويل چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې دوه مخى سياست لري او په ښکاره د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.

ده وويل : (( موږ له حکومت نه غواړو چې د پاکستان د ښکاره لاسوهنو مخه ونيسي ځکه پاکستان دافغانستان له خراب سياسي حالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او زموږ پر خاورې بريدونه کوي.))

دغه راز په لوګر ولايت کې هم مدني ټولنو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د ولايتي شورا استازو  ديو  لاريون په ترڅ کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

په دې لاريون کې د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي وويل چې حکومت بايد د افغانستان په خاروه د پاکستان د بريدونو مخنيوى وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.