منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زرګونو لاريون کوونکو افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

کابل(پژواک،١٢زمرى٩٤): په بيلابيلو ولايتونو کې زرګونو لاريون کوونکو په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه او د طالبانو د نوي مشر وروستۍ څرګندونې يې وغندلې.

څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان دولت استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې وکړې، خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته په منسوب يوه غږېز کلېپ کې د سولې له پروسې سره مخالفت ښودل شوى او ويلي يې دي : "د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو."

د همدې څرګندونو او د پاکستان د لاسوهنو په غبرګون په لوګر، هرات،پکتيکا او هلمند ولايتونو کې مدني فعالانو، د ولايتی شورا غړيو، قومي مشرانو، ديني علماوو او د ښځو په ګډون سلګونو کسانو لاريونونه او خبرې غونډې وکړې.

لاريون کوونکو د سولې له هڅو ملاتړ وکړ او له حکومت او  ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان او نورو استخباراتي کړيو د لاسوهنو مخه ونيسي. 

دوی له ځان سره د پاکستان په ضد ليکلي شعارونه ليږدول او دغه راز يې د ټولو هغو هيوادونو پر ضد شعارونه ورکول چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

د هرات ولايت مدني ټولنو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د ولايتي شورا استازو د لاريون په ترڅ کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه .

د هرات د ولايتي شورا غړې او لاريون کوونکې سيما رامش وويل چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې ښکاره لاسوهنې کوي، ځانمرګي بريد کونکي استوي خو حکومت يې پر وړاندې چوپتيا غوره کړې ده.

هغې زياته کړه : (( په خواشينۍ سره چې نه افغان حکومت او نه هم نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو مخنيوى وکړ، نړيوالې ټولنې په دې برخه کې دوه مخى سياست غوره کړى دى.))

په هرات کې د مدني ټولنو مشر خليل پارسا وويل چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې دوه مخى سياست لري او په ښکاره د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.

ده وويل : (( موږ له حکومت نه غواړو چې د پاکستان د ښکاره لاسوهنو مخه ونيسي ځکه پاکستان دافغانستان له خراب سياسي حالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او زموږ پر خاورې بريدونه کوي.))

دغه راز په لوګر ولايت کې هم مدني ټولنو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د ولايتي شورا استازو  ديو  لاريون په ترڅ کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

په دې لاريون کې د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي وويل چې حکومت بايد د افغانستان په خاروه د پاکستان د بريدونو مخنيوى وکړي.

هغه وويل چې افغانان په ګډه د سولې له پروسې او امنيتي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي خو هيچا ته بايد د افغانستان په خاوره کې د تاسيساتو د جوړلو اجازه ورنه کړل شي.

ده وويل: ((پاکستان که خپل مغرضانه عمل ته ادامه ورکړي افغان ولس به یې په مقابل کې عملآ راپوته شي.))

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اوسيدونکي او لاريون کوونکي احمد زبير هم وايي چې حکومت بايد د پاکستان د لاسوهنو مخه ونيسي او د سولې پروسه بايد بريا ته ورسوي.

ده زياته کړه : (( موږ سوله غواړو، د سولې ملاتړي يو خو پر خاوره د هيچا تجاوز نه منو.))

ده وويل چې د طالبانو نوي مشر د سولې د خبرو پر دريدو ټينګار کړى دغه ډول څرګندونې د لوګر ولس په کلکه غندي.

دغه راز په پکتيکا کې هم  مدني ټولنو، ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د ولايتي شورا استازو د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي غوښتنه وکړه او د طالبانو د نوي مشر ملااختر منصور وروستۍ څرګندونې يې په کلکه وغندلې.

په ياده غونډه کې ديني عالم مولوي عبدالرحمن وويل چې په اسلام کې په سوله ټينګار شوى بايد د سولې هلې ځلې کړندۍ شي.

هغه وايي: ((خدای ج هم فرمايلي دي چې تاسو په خپلو منځونو کې اصلاح راولئ، سوله نه کول داسلام خلاف عمل دی، او مسلمانان بايد هميشه په خپلو منځو نو کې سوله وکړي.))

عبدالرحمن دطالبانو له نوي مشر ملا منصور څخه وغوښتل چې نور دې په دې هيواد کې ورور وژنې ته د پای ټکی کيږدي، او دپرديو له لومو دې ځان خلاص کړي، تر څوپه دې هيواد کې امنيت ټينګ شي .

په پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال خورشيد امان کټوازي هم دطالبانو دنوي مشر ملا منصور خبرې په کلکه وغندلې او ويې ويل چې ملامنصور دغه څرګندونې د پرديو په وينا کړې دي .

کټوازی وايي : ((ملا محمد عمر دوه کاله مخکې وژل شوى او پرځای يې دملامنصور ټاکل، دپاکستان يوه لوبه ده، ځکه دطالبانو مشر دپاکستان په کويټه کې ټاکل کيږي، نظامي شورا ګاني حالته لري، نو ځکه طالبان دخپل اختيار نه دى او نه هم سوله کوي.))

په هلمند کې د مدني ټولنو غړو هم د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي جدي غوښتنه وکړه.

په ياده غونډه کې د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل، د پاکستان له لوري پر افغان خاورې توغنديز بريدونه نور له زغمه وتلي دي.

نوموړي له حکومت نه  وغوښتل چې د پاکستان د هر توند چلند پر وړاندې دې ودريږي او د دوی د هر بريد ځواب دې ورکړي.

په دې غونډه کې د هلمند د مدني ټولنې غړي عبيدالله زيارمل په ټول ولس غږ وکړ چې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې دې د حکومت  تر شا ودريږي.

نوموړي د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړينه چې ويل کيږي پاکستان کې مړ شوی ، د پاکستان د استخباراتو لوبه وبلله او له حکومت يې وغوښتل چې نور دې د پاکستان د هر چلند پر وړاندې ورته چلند وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست