کابل ( پژواک، ٢٩ مرغومی ٩٤ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه د بنګله دېش پر لوري روانه شوه.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د مرغومي په ٢٩مه، په يوه خبري غونډه کې چې د ١٩ کلنو لوبډلې لوبغاړو او نور چارواکو هم شتون درلود وويل چې د نړيوال جام سياليو لپاره د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې ښه چمتووالى نيولى دى.
هغه زياته کړه، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له تېر يوه کال راهيسې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر تمريناتي لوبې ترسره کړې دي.
ستانکزي وويل، چې د ١٩ کلنې لوبډلې په ټاکنو کې يې ډېره هڅه کړې، چې وړ لوبغاړي په کې شامل کړاى شي.
د نوموړي په وينا، د لوبډلې د ټاکلو لپاره يې په لومړي سر کې ١٦٠ لوبغاړي غوره کړي چې بيا تر ازموينو او تمريناتو وروسته يې لومړى ترې ٦٠ تنه ، بيا ٣٣ تنه او په وروستۍ مرحله کې يې ١٨ لوبغاړي انتخاب کړل.
د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډله د نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالى لري او تر دې مخکې يې په هندوستان کې له ځايي لوبـډلو،د نيپال او د زمبابوې ١٩ کلنو لوبډلو پر وړاندې تمريناتي لوبې کړې دي .
هغه زياته کړه : (( په نړيوال جام سياليو کې زموږ د لوبډلې د ګټلو چانس زيات دى، ځکه چې زموږ د ١٩ کلنو لوبډلې تېر ځل هم پاکستان او کاناډا ته ماتې ورکړې وه.))
ټاکل شوې ده چې د ١٩ کلنو لوبډلې نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٨مه، په بنګله دېش کې پيل شي، چې په کې له ټولې نړۍ څخه ١٦ لوبـډلې برخه اخلي او په ځلورو ګروپونو وېشل شوي دي .
افغانستان په ب ګروپ کې له پاکستان ، سريلانکا او کاناډا سره لوبيږي او ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٨مه،له پاکستان سره ترسره کوي.
د يوه بل خبر له مخې، په کندهار کې د هندوستان د نږدې يو ميليون ډالرو په مرسته د کرکـټ د يوه لوبغالي جوړولو تړون لاسليک شو.
دغه تړون دافغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس نسيم الله دانش او د سپا(SPA) شرکت د رييس سميع الله سمندري ترمنځ لاسليک شو.
نسيم الله دانش وويل چې د کندهار لوبغالی په يوه ډېر ستراتيژيک موقعيت کې ځای لري چې د ودانيز کار له بشپړېدا سره به يې د سوېلي سيمې لوبغاړو لپاره يو معياري سپورټي ساحه پرانيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن