منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:31 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبېغړي

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله نړيوال جام کې دګډون لپاره بنګله دېش ته روانه شوه

· 3 دقیقې لوستل · 100 کتنې

کابل ( پژواک، ٢٩ مرغومی ٩٤ ) : د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله د يوه ورځني کرکټ په نړيوال جام کې د ګډون په موخه د بنګله دېش پر لوري روانه شوه.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د مرغومي په ٢٩مه، په يوه خبري غونډه کې چې د ١٩ کلنو لوبډلې لوبغاړو او نور چارواکو هم شتون درلود وويل چې د نړيوال جام سياليو لپاره د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې ښه چمتووالى نيولى دى.

هغه زياته کړه، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې له تېر يوه کال راهيسې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر تمريناتي لوبې ترسره کړې دي.

ستانکزي وويل، چې د ١٩ کلنې لوبډلې په ټاکنو کې يې ډېره هڅه کړې، چې وړ لوبغاړي په کې شامل کړاى شي.

د نوموړي په وينا، د لوبډلې د ټاکلو لپاره يې په لومړي سر کې ١٦٠ لوبغاړي غوره کړي چې بيا تر ازموينو او تمريناتو وروسته يې لومړى ترې ٦٠ تنه ، بيا ٣٣ تنه او په وروستۍ مرحله کې يې ١٨ لوبغاړي انتخاب کړل.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، چې د ١٩ کلنو ملي لوبډله د نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالى لري او تر دې مخکې يې په هندوستان کې له ځايي لوبـډلو،د نيپال او د زمبابوې ١٩ کلنو لوبډلو پر وړاندې تمريناتي لوبې کړې دي .

هغه زياته کړه : (( په نړيوال جام سياليو کې زموږ د لوبډلې د ګټلو چانس زيات دى، ځکه چې زموږ د  ١٩ کلنو لوبډلې  تېر ځل هم پاکستان او کاناډا ته ماتې ورکړې وه.))

ټاکل شوې ده چې د ١٩ کلنو لوبډلې نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٨مه، په بنګله دېش کې پيل شي، چې په کې له ټولې نړۍ څخه ١٦ لوبـډلې برخه اخلي او په  ځلورو ګروپونو وېشل شوي دي .

افغانستان په ب ګروپ کې له  پاکستان ، سريلانکا  او کاناډا سره لوبيږي او ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سلواغې په ٨مه‌،له  پاکستان سره ترسره کوي.

د يوه بل خبر له مخې، په کندهار کې د هندوستان د نږدې يو ميليون ډالرو په مرسته د کرکـټ د يوه لوبغالي جوړولو تړون لاسليک شو.

دغه تړون دافغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس نسيم الله دانش او د سپا(SPA) شرکت د رييس سميع الله سمندري ترمنځ لاسليک شو.

نسيم الله دانش وويل چې د کندهار لوبغالی په يوه ډېر ستراتيژيک موقعيت کې ځای لري چې د ودانيز کار له بشپړېدا سره به يې د سوېلي سيمې لوبغاړو لپاره يو معياري سپورټي ساحه پرانيستل شي.

هغه له ملي سوداګر محمود کرزي څخه هم مننه وکړه چې ددغه لوبغالي رغونې لپاره يې ۴۰ جريبه ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړې ده.

دانش وويل، چې دا لوبغالى په نړيوال معيار جوړېږي، چې په کې به د نږدې اته زره نندارچيانو د کېناستو ظرفيت ولري.

د نوموړي په وينا، ددې لوبغالي د جوړېدو چارې به په يوه کال کې بشپړې شي . 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

نعیم خان بیټنی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول لوبې
لوبې

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه

لوبې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

لوبې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه

لوبې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده

لوبې

له بنګله‌دېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې

لوبې

د تلې په ۲۲مه د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو پیلېږي

لوبې

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي