کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): د پروان امنیتي مسوولین وايي چې د طالبانو په یوه راکټي برید کې چې موخه یې د بګرام هوايي ډګر وه، دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قوماند مل پاسوال محمدزمان مموزي د غويي په ۱۷مه پژوک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه راکټ د قره باغ له غره د بګرام هوايي ډګر د ویشتو په موخه توغول شوی و خو د میدان ختیځ ته په یوه کور لګېدلی دی.
د امنیې قوماندان په خبره چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
مموزي زیاته کړه چې ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.
د پروان دغه امنیتي چارواکي په ډاګه کړه چې پولیس د دې پېښې د نورې څېړنې په موخه د پېښې سیمې ته لېږل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه راکټي برید د دوی کسانو کړی دی.
هغه ادعا وکړه چې په دغه برید کې په بګرام کې مېشت امريکايي ځواکونو ته زیان رسېدلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن