مزارشريف (پژواک، ۱۸ ليندۍ ۹۵): د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولين وايي چې په مزارشريف کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو د نندارتون له لارې ډېرو افغان سوداګرو ته له ايراني سوداګرو سره د ګډ فعاليت زمينه برابره شوې ده.
ايراني سوداګرو هم ورته نندارې له افغان سوداګرو سره د اړيکو پيدا کېدو لپاره ګټورې بولي.
له تېرو درېیو ورځو راهيسې د بلخ د سوداګرۍ خونې او د ايران سفارت له خوا د افغان او ايراني سوداګريزو توکو نندارتون جوړ شوی و چې سبا به پای ته ورسېږي.
د بلخ د سوداګريز خونو مسوول ارش يونسي د ليندۍ په ۱۸مه په مزارشريف کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو د نندارتون د لاس ته راوړنو په تړاو خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې دوی هڅه کوي، د افغان سوداګرو او بهرنيو سوداګرو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پيدا کېدو زمينه برابره کړي.
نوموړي په مزارشريف ښار کې د افغان او ايراني سوداګريزو توکو جوړ نندارتون د دغه ډول اړيکو پيدا کېدو لپاره ښه زمينه وبلله.
هغه وويل چې په دغه ننداره کې ډېرو افغان سوداګرو له ايراني سوداګرو سره وپېژندل او تر منځ یې د ګډ فعاليت ژمنې هم وشوې.
نوموړي د ساختماني او طبي چارو او د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د افغان او ايراني سوداګرو تر منځ د ګډ فعاليت د پيل کېدو يادونه وکړه.
په دې ننداره کې برخه والو ايراني سوداګرو هم دغه ډول نندارې په افغانستان کې د خپلو محصولاتو د لا پېژندنې لپاره مهمې وګڼلې.
د نورس سوداګريز شرکت مسوول احمد فرزاد لطيفي پژواک ته وويل چې دوی د خپل شرکت د توليداتو د ارزونې په موخه په دغه نندارتون کې برخه اخيستې وه.
نوموړي زياته کړه چې دوی د صادراتو او وارداتو په برخه کې فعاليت لري.
هغه وايي چې ورته نندارې يې د توليداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ګټورې دي.
خو افغان سوداګرو بيا په افغانستان کې د ګمرکونو چلند د خپلو سوداګريزو چارو پر وړاندې خنډ وباله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن