مزارشريف (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۵): د بلخ مدني فعالين د بغلان د ډبرو سکرو د کاريګرو له وژنې وروسته وايي چې حکومت د خلکو د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی دی.
دوي دغه راز دولت ته ګوته نيسي چې تر دې دمه ژمنيو نظامي عملياتو کومه ګټه نه ده کړې او ورځ تر بلې په هېواد کې تروريستي بريدونه او د عامو خلکو وژنې زياتيږي.
د بلخ مدني فعالينودغه څرګندونې نن (د مرغومې ۱۸مه) د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بغلان ډبرو سکرو د کان کيندونکو د وژل کېدو د پېښې په تړاو جوړه شوې غونډې ته وکړې.
په ياده غونډه کې چې د بلخ يو شمېر ديني عالمانو، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د مدني ټولنو غړو برخه درلوده، په بغلان کې د اته کان کيندونکو وژنه پر کلکو ټکو وغندل شوه.
تېره ورځ د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان په کاريګرو بريد شوی، چې له امله يې اتنه وژل شوي، څلور ټپيان دي او پنځه بې درکه دي.
د بلخ مدني فعال نجيب پيکان له پژواک سره په خبرو کې وويل چې له مجازاتو څخه د معافيت قانون د ترويج له امله په هېواد کې ورته پېښې زياتې شوې دي.
نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د انسان وژونکي ډلګيو پر وړاندې زغم ونه کړي او د ورته پېښو عاملينو ته دې سخته سزا په پام کې ونيسي.
پيکان پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې د ورته وژنو له لارې د افغانانو تر منځ بېلوالي ته لارې نه شي جوړولی.
نوموړي زياته کړه چې افغانان خپل دښمنان پېژندي او نور د ژبې، قوم او مذهب په نامه نه شي بېلېدلی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP