جلال اباد (پژواک، ٢٨ کب ٩٥): د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ختيځ زون خبريالانو سره د ليدنې پر مهال د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.
نوموړي دغه څرګندونې د کب په ٢٨مه، په ختيځو ولايتونو کې د بېلا بېلو رسنيو له خبريالانو سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وکړې.
د والي تر خبرو مخکې د يو شمېر ولايتونو ځايي خبريالانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، خپلې ستونزې او وړانديزونه يې له والي سره شريک کړل.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل، ددې لپاره کار په کار دى چې څنګه کېدلی شي د ټولنې د هر فرد ذهنيت دې ته جوړ شي، چې له خپلو ملي ګټو او ارزښتونو څخه ساتنه وکړي .
د هغه په وينا، د دې تر څنګ هر څوک دا مسووليت احساس کړي چې د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره ګډه مبارزه د ټولو ګډ ملي مسووليت او رسالت دی.
نعيمي ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړچې ددوى د وړانديزونو او مشورو په برخه کې به په راتلونکې کې پراخ کار وکړي .
د لغمان والي د امنيت، ښې حکومتوالۍ او د پرمختګونو په برخو کې هم تفصيلي معلومات ورکړل او له ژورنالېستانو يې وغوښتل څو په ملي مسايلو کې موخې ته د رسېدو په خاطر بايد ور سره په ګډه مبارزه وکړي.
په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد لال پاچا ازمونه د ګډ کار د روحيې د رامنځته کېدو، د ولس او نظام تر منځ د واټن د راکمېدو او په ټوله کې د نظام د پياوړتيا لپاره داسې ناستې اغېزمنې وګڼلې او د ګډ کار او همکارۍ پر تداوم يې ټينګار وکړ.
خبريالانو ډاډ ورکړ چې د ژورنالېزم اصولو او د مسلکيتوب اصل ته په کتو به د دې ولايت د پرمختګونو او د هر اړخېزو خبرونو په نشر کې چې ملي ګټې او ارزښتونه په کې خوندي وي، درېغ و نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن