کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): له پاکستان سره د کرکټ لوبو په اړه د خلکو له کلکو غبرګونونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له هغوى سره يې هوکړه کړې، خو تړون يې نه دى لاسليک کړى.
د کرکټ بورډ رييس عاطف مشعل د يوه پلاوي په مشرۍ څو ورځې مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د کرکټ له ادارې سره وليدل او پر يو شمېر همکاريو يې هوکړې وکړې.
د دې هوکړو له مخې به افغانستان او پاکستان په کابل او لاهور کې د کرکټ شل اووريزې لوبې کوي.
د دواړو هېوادونو د سيمه ييزو او ١٦ کلونو لوبـډلو تر منځ به لوبې کېږي او پاکستان به له افغانستان سره په تخنيکي برخو کې مرستې کوي.
خو ګڼ شمېر هېوادوالو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو له دې پرېکړې سره کلک مخالفت وښود او د افغانستان له کرکټ بورډه يې وغوښتل چې له دې هوکړې څخه تېر شي او له پاکستان سره په کرکټ کې دې هېڅ ډول اړيکې نه لري.
د خلکو تر کلکو غبرګونونو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ويلي چې هېڅ اقدام به يې د هېواد د ملي ګټو پر خلاف نه وي.
هغه زياته کړې: ((زه د پاکستان له لوري بلل شوی وم او اته مورده يې راته وړانديز کړل، خو لا تر اوسه مو هېڅ کوم مورد له پاکستاني لوري سره د تړون په شکل نه دي نهايي کړي او نه مو هم هوکړه ليک لاسليک کړى دى.))
د کرکټ بورډ مشر ويلي چې د هېوادوالو نظر ورته اهميت لري او هېڅکله به د هېواد او هېوادوالو د خوښې او ګټو خلاف ولاړ نه شي.
د کرکټ يوه مينه وال او د کرکټ بورډ ادارې رياست ته پخواني کانديد مشتاق رحيم په دې اړه يوه اوږده ليکنه کړې ده.
هغه زياته کړې: ((له پاکستان سره ترسره شوي نوي تړونونه سراسر د افغانستان پر تاوان دي. سره له سياسي تاوانونو، دغه تړونونه د افغانستان لپاره په هغه صورت کې د منلو وړ کېدلى شو چې د کابل او لاهور لوبې نړيوالې وای، خو دا لوبې دوستانه دي، د افغانستان پر زيان او د پاکستان په ګټه دي.))
نوموړي ويلي، کرکټ هېڅکله له سياست څخه نه دى جلا شوى، د پاکستان کرکټ تل د سياسيونو له خوا اداره شوی چې دا پرونۍ غونډه هم له يوه پخواني ډيپلومات شهريارخان سره ترسره شوې ده. د پاکستان د کرکټ بل مشر نجم سيټهي هم سياستوال او ژورنالېست دى.))
خوشال خليل بيا په خپله پاڼه کې ليکلي: ((په داسې حال کې چې موږ د پاکستان نيابتي جنګياليو سره په جګړه کې د خپلو ځوانانو جنازې اچتوو، د دې لوبې هدف، ګټه او مقصد په کومو معيارونو او راتلونکو پايلو سنجول شوی دی؟))
login or register a new account.