کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): له پاکستان سره د کرکټ لوبو په اړه د خلکو له کلکو غبرګونونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له هغوى سره يې هوکړه کړې، خو تړون يې نه دى لاسليک کړى.
د کرکټ بورډ رييس عاطف مشعل د يوه پلاوي په مشرۍ څو ورځې مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د کرکټ له ادارې سره وليدل او پر يو شمېر همکاريو يې هوکړې وکړې.
د دې هوکړو له مخې به افغانستان او پاکستان په کابل او لاهور کې د کرکټ شل اووريزې لوبې کوي.
د دواړو هېوادونو د سيمه ييزو او ١٦ کلونو لوبـډلو تر منځ به لوبې کېږي او پاکستان به له افغانستان سره په تخنيکي برخو کې مرستې کوي.
خو ګڼ شمېر هېوادوالو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو له دې پرېکړې سره کلک مخالفت وښود او د افغانستان له کرکټ بورډه يې وغوښتل چې له دې هوکړې څخه تېر شي او له پاکستان سره په کرکټ کې دې هېڅ ډول اړيکې نه لري.
د خلکو تر کلکو غبرګونونو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ويلي چې هېڅ اقدام به يې د هېواد د ملي ګټو پر خلاف نه وي.
هغه زياته کړې: ((زه د پاکستان له لوري بلل شوی وم او اته مورده يې راته وړانديز کړل، خو لا تر اوسه مو هېڅ کوم مورد له پاکستاني لوري سره د تړون په شکل نه دي نهايي کړي او نه مو هم هوکړه ليک لاسليک کړى دى.))
د کرکټ بورډ مشر ويلي چې د هېوادوالو نظر ورته اهميت لري او هېڅکله به د هېواد او هېوادوالو د خوښې او ګټو خلاف ولاړ نه شي.
د کرکټ يوه مينه وال او د کرکټ بورډ ادارې رياست ته پخواني کانديد مشتاق رحيم په دې اړه يوه اوږده ليکنه کړې ده.
هغه زياته کړې: ((له پاکستان سره ترسره شوي نوي تړونونه سراسر د افغانستان پر تاوان دي. سره له سياسي تاوانونو، دغه تړونونه د افغانستان لپاره په هغه صورت کې د منلو وړ کېدلى شو چې د کابل او لاهور لوبې نړيوالې وای، خو دا لوبې دوستانه دي، د افغانستان پر زيان او د پاکستان په ګټه دي.))
نوموړي ويلي، کرکټ هېڅکله له سياست څخه نه دى جلا شوى، د پاکستان کرکټ تل د سياسيونو له خوا اداره شوی چې دا پرونۍ غونډه هم له يوه پخواني ډيپلومات شهريارخان سره ترسره شوې ده. د پاکستان د کرکټ بل مشر نجم سيټهي هم سياستوال او ژورنالېست دى.))
خوشال خليل بيا په خپله پاڼه کې ليکلي: ((په داسې حال کې چې موږ د پاکستان نيابتي جنګياليو سره په جګړه کې د خپلو ځوانانو جنازې اچتوو، د دې لوبې هدف، ګټه او مقصد په کومو معيارونو او راتلونکو پايلو سنجول شوی دی؟))
نوموړي هم له دې سره مخالفت کړى چې ګواکې لوبې له سياست څخه جلا دي، هغه زياته کړې: ((دا نظر کاملاً غلط دی. سياست او ورزش خپلو کې قوي اړيکه لري.))
د خليل په وينا، دا مهال د پاکستان له خوا په هېڅ یو ډګر کې داسې نښې نښانې نه دي ښودل شوې چې د افغانستان پر وړاندې دې کوم نرمښت په کې ولیدل شي، نو بيا دا لوبې د څه په خاطر کېږي؟
خو ځينو کسانو بيا د کرکټ بورډ له دې پرېکړې ملاتړ کړى دى.
عبدالمالک عاصم ليکلي: ((عجيبه ده، پاکستانۍ کلداره يې په جېب کې وي، خو له پاکستان سره د کرکټ د لوبو د نه کولو تر ټولو کلکه مبارزه به هماغه پيل کړې وي.))
هغه غوښتنه کړې چې که رښتيا د پاکستان پر ضد مبارزه کوئ، نو لومړى له جېبونو کلدارې لرې کړئ.
د سولې کرکټ جام سياليو موسس عبدالرشيد ايوبي وايي چې په دې اړه يې د کرکټ بورډ له مشر سره خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړى چې هېڅ قدم به د افغانستان د ګټو او د خلکو ارادو پر خلاف پورته نه کړي.
د کرکټ د چارو کارپوه ببرک عمر لیکلي چې له پاکستان سره دا ډول تړونونه پخوا هم شوي، تر دې پورې چې د افغانستان ملي او ١٩ کلنو لوبـډلو په پاکستان کې خپل تمرينات ترسره کول.
هغه له پاکستان سره د نړيوالو دوه اړخيزو لوبو ترسره کولو ملاتړ کړى، خو په درېيمګړي هېواد کې.
نصرت الله وفا بيا پر فېسبوک له مينه والو غوښتي چې لوبې له سياست څخه لرې وساتي؛ ځکه چې لوبې د هېوادونو او وګړو تر منځ د يووالي او سولې راوستلو يوازېنۍ وسيله ده.
هغه زياته کړې: ((پرېږدئ چې کرکټ بورډ خپل کارونه په خپلواک ډول ترسره کړي، زموږ ستاسې احساساتي پرېکړې او مداخلې کرکټ له ستونزو سره مخ کوي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










