Language

د کندهار پنځه ولسوالۍ د پولیو واکسین له پوښښ څخه پاتې دي

کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): په کندهار کې نن په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د واکسيناسیون کمپاین پیل شو چې پنځه ولسوالۍ یې له پوښښ څخه پاتې دي.

د شمېرو له مخې، په دغو ولسوالیو کې له ۱۰۰ زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کېږي، خو چارواکي وايي، له بېلابېلو لارو چارو په کار اخیستو هڅه کوي دغو ماشومانو ته واکسین ورسوي.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه افغانستان د هغو درېیو هېوادونو په کتار کې دی چې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ده زیاته کړه، په نوره نړۍ کې د پولیو ناروغي له منځه تللې خو یواځې په افغانستان، پاکستان او نایجریا کې پاتې ده.

دی وايي، د هېواد په کچه سوېلي زون د پولیو وایروس د شتون له امله تر ټولو خطرناکه سیمه ده.

د ده په خبره، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې د هېواد په کچه د پولیو ۶ پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کندوز ولایت او پاتې پنځه یې په دې زون کې دي.

ده وویل، په کندهار کې د پولیو ۲ پېښې، په هلمند کې هم دوه او په زابل کې يوه پېښه ثبت شوې ده.

د نوموړي په وینا، د پولیو د پېښو د ډېرېدا د نورو لاملونو تر څنګ دوه عمده لاملونه دا دي چې خلک کمه روغتیايي پوهه لري او په ډېرو مواردو کې واکسیناتوران خپلې دندې ته ژمنتیا نه لري.

ده وویل، تېره میاشت د پولیو واکسيناسیون د کمپاین په لړ کې په ټول کندهار کې ۴۴۶ زره او ۲۴۲ ماشومان واکسین شول، خو ۵۰ زره ۵۲۹ ماشومان د بېلابېلو لاملونو له مخې له واکسین څخه پاتې شول.

نوموړي ومنله چې دا ځل هم د کندهار  پنځه ولسوالۍ شاولیکوټ، خاکرېز، میانشین، غورک او ارغستان د پولیو واکسین له پوښښ څخه پاتې کېږي چې تر ۱۰۰ زره ډېر ماشومان به له واکسین څخه بې برخې شي.

په یو شمېر  ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ځکه د پولیو پر  واکسین بندیز لګولی چې د دوی په وینا، له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.

د وسله والو طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغو سیمو کې به تر هغه د واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکول کېږي څو د دوی کسان د واکسيناتورانو په توګه روزل شوي او ګومارل شوي نه وي.

login or register a new account.