Language

د پکتیکا په اورګون کې ګرځنده کلینیک فعالیت پیل کړ

ښرنه (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ د شل کليو د ٢٥زره اوسېدونکو لپاره ګرځنده کلينيک جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.

په دغه ولايت کې د ريلايف نړيوالې موسسې ولايتي ډلمشر عبدالملک شفق د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کلينيک د دې موسسې له لوري جوړ شوى دى.

هغه وويل چې دغه کلينيک به د اورګون ولسوالۍ د ۲۰ کليو زرګونو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د شفق د معلوماتو له مخې، یاد کلينيک د امبولانس او د عاجلې خونې د درلودو  تر څنګ د روغتيا په برخه کې ښځو ته مشورې هم ورکوي.

ده زياته کړه: ((کلينيک به د هر ناورغ درملنه په خپل کلي کې کوي او د کوم ناروغ چې درملنه نه شي کولاى هغه به نورو روغتيايي مرکزونو ته انتقالوي څو يې درملنه وشي.))

شفق د دغه کلينيک د لګښت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

دغه راز د اورګون قومي مشر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې اورګون ډېره لويه ولسوالۍ ده نو يو شمېر خلکو يې روغتيايي خدمتونو ته اړين لاسرسى نه درلود.

ده وويل: ((دغه کلينيک د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې فعاليت کوي، موږ ډېر خوشحاله يو چې دا فعاله شو.))

نوموړي زياته کړه چې له دغو خدماتو به د دې ولسوالۍ ٢٥زره اوسېدونکي ګټه پورته کړي.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي خروټي  پژواک ته وويل چې د دغه کلينيک په جوړېدو سره به د اورګون د هغو خلکو درملنه کېږي چې پخوا ورته روغتيايي خدمات کمزوري وو.

هغه زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې نړيوالې موسسې وهڅوو څو په دغه ولايت کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.))

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په پکتيکا کې ١١ ګرځنډه کلينيکونو فعاليت درلود.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.