Language

د لوګر په ازره کې د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند لا هم دوام لري

پل علم (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې اوس هم د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند دوام لري او د قومي مشرانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې هم پيل شوې دي.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي او وايي چې طالبانو د سولې خبرې نه دي پيل کړې.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ارزه کې د سولې په تړاو تر اوسه د طالبانو او قومي مشرانو تر منځ درې غونډې شوې دي.

ده زياته کړه: ((نن هم هلته غونډه شوې ده چې په دې غونډه کې د ازرې د څلورو لويو قومونو مشرانو تر څنګ د لوګر لپاره د طالبانو والي، د ازرې لپاره د طالبانو ولسوال او د طالبانو نورو قوماندانانو په کې برخه اخيستې وه.))

وکيل وايي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند له پيله تر اوسه پورې په دې ولسوالۍ کې دواړه لورو يو پر بل ډزې نه دي کړې.

هغه وويل: ((طالبانو شرط ايښی چې په دې ولسوالۍ کې به داعش فعاليت نه کوي، که چېرې په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه کېږي نو خلک به د طالبانو پلوي کوي چې د طالبانو دغه شرط قومي مشرانو منلى دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له طالبانو سره په دې خبرو کې ١٦٧ قومي مشرانو برخه اخيستې او خبرې هم مثبت لور ته روانې دي.

ده وويل چې له دې خبرو څخه د لوګر ولايتي چارواکي او د ملي امنيت شورا په جريان کې دي.

دغه راز د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د جوړې شوې شورا يو غړي عبدالستار پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى، حکومتي چارواکو او طالبانو د سولې په تړاو څو ناستې کړې دي.

هغه وايي: ((زموږ خلکو او طالبانو چې د اختر په ورځو کې د اوربند او سولې خوند وليد نو ټولو يو ځاى د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړې نو لرې به نه وي چې دغه ولسوالۍ د هېواد په کچه د سولې ولسوالۍ په نوم ياده شي.))

په همدې تړاو د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ لا هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ اوربند دوام لري.

هغه وايي: ((موږ د سولې په اړه، قومي مشرانو ته د حکومت ستراتيژي تشريح کړې او هغوى هم تر اوسه څو ځلې په دې تړاو له طالبانو سره ناست دي او خبرې يې ورسره کړې دي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.