منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر په ازره کې د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند لا هم دوام لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۳ کتنې

پل علم (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې اوس هم د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند دوام لري او د قومي مشرانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې هم پيل شوې دي.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي او وايي چې طالبانو د سولې خبرې نه دي پيل کړې.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ارزه کې د سولې په تړاو تر اوسه د طالبانو او قومي مشرانو تر منځ درې غونډې شوې دي.

ده زياته کړه: ((نن هم هلته غونډه شوې ده چې په دې غونډه کې د ازرې د څلورو لويو قومونو مشرانو تر څنګ د لوګر لپاره د طالبانو والي، د ازرې لپاره د طالبانو ولسوال او د طالبانو نورو قوماندانانو په کې برخه اخيستې وه.))

وکيل وايي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند له پيله تر اوسه پورې په دې ولسوالۍ کې دواړه لورو يو پر بل ډزې نه دي کړې.

هغه وويل: ((طالبانو شرط ايښی چې په دې ولسوالۍ کې به داعش فعاليت نه کوي، که چېرې په دې ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه کېږي نو خلک به د طالبانو پلوي کوي چې د طالبانو دغه شرط قومي مشرانو منلى دى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له طالبانو سره په دې خبرو کې ١٦٧ قومي مشرانو برخه اخيستې او خبرې هم مثبت لور ته روانې دي.

ده وويل چې له دې خبرو څخه د لوګر ولايتي چارواکي او د ملي امنيت شورا په جريان کې دي.

دغه راز د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د جوړې شوې شورا يو غړي عبدالستار پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى، حکومتي چارواکو او طالبانو د سولې په تړاو څو ناستې کړې دي.

هغه وايي: ((زموږ خلکو او طالبانو چې د اختر په ورځو کې د اوربند او سولې خوند وليد نو ټولو يو ځاى د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړې نو لرې به نه وي چې دغه ولسوالۍ د هېواد په کچه د سولې ولسوالۍ په نوم ياده شي.))

په همدې تړاو د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ لا هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ اوربند دوام لري.

هغه وايي: ((موږ د سولې په اړه، قومي مشرانو ته د حکومت ستراتيژي تشريح کړې او هغوى هم تر اوسه څو ځلې په دې تړاو له طالبانو سره ناست دي او خبرې يې ورسره کړې دي.))

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ازره کې د طالبانو او قومي مشرانو تر منځ د سولې خبرې نه دي شوې.

مجاهد وایي: ((د طالبانو هېڅ ولایتي مسوول د سولې په برخه کې له چا سره خبرې نه دي کړې او زموږ پالیسي او مبارزه د ازرې ولسوالۍ په ګډون په ټول هېواد کې په یو ډول روانه ده.))

د يادونې ده، ازره د لوګر د مرکز پل علم ختيځ ته په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو ١٦ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست