کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۷): د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شرې ناروغۍ د وقایې لپاره، نن د دې ناروغۍ ځانګړی واکسین چې ۱۴ میلیونو ماشومانو ته به تطبیق شي، په هېواد کې پيل کړ.
د روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، پر دغه کمپاین باندې ۱۴،۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی او په دوو پړاوونو کې چې لومړی پړاو یې د روان میلادي کال د سپتمبر له لومړۍ تر لسمې نېټې په ۱۶ولایتونو کې، دویم پړاو به یې په پاتې ۱۸ ولایتونو کې د نوامبر له ۱۷مې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي چې مالي لګښت یې د واکسین نړیوال ایتلاف (GAVI) له لوري ورکول کېږي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز نن په کابل کې په دې مناسبت نیول شوو مراسمو کې وویل چې دغه کمپاین په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شري ناروغۍ د زیاتو پېښو په تړاو د ترلاسه شوو راپورونو له مخې پیل شوی چې د شري پر وړاندې د مخکني واکسین له تطبیق پرته د ۹ میاشتو او لسو کلونو تر منځ ټول ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرېکړه وکړه چې د شري ناروغۍ وقایې او د دې ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې کمښت لپاره یې، په ټول هېواد کې د شري واکسین پیل کړي.))
د هغه په خبره، دغه کمپاین په دوو میاشتو کې د هېوادوالو استوګنې تر ټولو نږدې ځایونو کې لکه روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو اوجوماتونو کې د روغتیایي کارکوونکو له لوري تطبیق شي.
فیروز د دغه مطلب په څرګندولو سره چې شری یو خطرناکه او وژونکې ناروغۍ ده، له کورنیو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه کمپاین پر مهال دې خپل ماشومان واکسین کړي څو هغوی پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ څخه وقایه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د دغه کمپاین له لارې د ۹ میاشتو او ۱۰ کلونو تر منځ ۱۳،۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د افغانستان لپاره د نړیوال روغتیایي سازمان استازې ډاکټر ریچارت پیپرکارن په دې مراسمو کې وویل: ((موږ هیله لرو چې دا واکسین هر ماشوم په ځانګړې توګه زیانمنونکو ماشومانو ته ورسېږي.))
د ملګرو ملتونوسازمان د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) استازې مېرمن اډیلا خودر (Adele Khodr) وویل چې واکسیناسیون په ماشومتوب دوره کې د ماشوم د وژونکو ناروغیو پروړاندې ترټولو ارزانه روغتیایي اقدامات دي.
د واکسین نړیوال ایتلاف اجرایي مشر ډاکټر سیت برکلي، افغانستان ته د دغه پروګرام د پیل مبارکي ورکړه، زیاته یې کړه: ((د واکسین کمزوری پوښښ، په زیاته کچه د وګړو بې ځایه کېدل او دوامداره ناامنۍ، د شري ناروغۍ کنټرول پر وړاندې سترې ننګونې دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن