کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې غړو نن په ټوله کې د لومړي نایب، دویم نایب، منشي او نایب منشي د څوکیو لپاره نهه نوماندانو ته رایې ورکړې خو هېڅ یو بریالی نه شو او ټاکل شوې سبا د نوو نوماندانو تر منځ ټاکنې وشي.
د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا د اوولسمې دورې له پرانیستې وروسته په درې پړاو ټاکنو کې چې د جرګې غړو یې په اړه مخالفت کړی وو میر رحمان رحماني ددې جرګې رییس وټاکل شو.
تېره ورځ د لومړي نایب څوکۍ لپاره درې کسان، د دویم نایب څوکۍ لپاره دوه کسان، د منشي څوکۍ لپاره څلور کسانو او د نایب منشي څوکۍ لپاره هم درې کسان نوماند وو، خو هېچا ۵۰ جمع یو رایې پوره نکړې.
نن د دویم نایب څوکۍ لپاره د دوو نوو نوماندانو (غلام حسین ناصري او همایون شهیدزاده) خو د درېیو نورو څوکیو لپاره د مخکنیو دوو ــ دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۳۶ کسان حاضر وو او هر نوماندان باید د بریالیتوب لپاره ۱۱۹ رایې ترلاسه کړې وای.
نن د لومړي نایب څوکۍ لپاره د تېرې ورځې د ټاکنو دوو مخکښو نوماندانو (نجیب الله ناصر او محمد عالم ساعي) ټاکنې ترسره شوې.
په دې ټاکنو کې ناصر د ۱۰۹ تایید رایو او ساعي د ۸۶ تایید رایو په ترلاسه کولو ونه توانېدل چې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه کړي. ټاکل شوې سبا د لومړي نایب څوکۍ لپاره د دوو نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې وشي.
دغه راز نن د دویم نایب څوکۍ لپاره د غلام حسین ناصري او همایون شهیدزاده ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې په ناصري د ۹۸ تایید رایو او شهیدزاده د ۱۱۳ تایید رایو په ترلاسه کولو بریالي نشول چې ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړي او ټاکل شوې سبا ددې څوکۍ لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره شي.
په همدې ترتیب د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د منشي څوکۍ لپاره د تېرې ورځې د دوو مخکښو نوماندانو (عظیم الله کبرزايي او اسدالله شهباز) ترمنځ ټاکنې وشوې خو شهباز د ۱۰۶ تایید رایو او کبرزايي د ۹۱ تایید رایو په ترلاسه کولو ونه توانېدلو چې د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه کړي.
د دې څوکۍ لپاره هم سبا د دوو نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي.
دغه راز وکیلانو نن د نایب منشي څوکۍ لپاره د تېرې ورځې دوو مخکښو نوماندانو (عرفان الله عرفان او فریده حمیدي) ته رایې ورکړې.
د ټاکنو د پایلو پر اساس، عرفان د ۱۰۳ تایید او حمیدي د ۸۰ تایید رایو په ترلاسه کولو ونه شو کولای چې ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړي او سبا به د دې څوکۍ لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن