ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان د کرکټ د ٢٠ اووريزو لوبو د تېرې لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شو

author avatar
28 Dec 2020 - 17:05
author avatar
28 Dec 2020 - 17:05

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٩) : افغان ستورى راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د تېرې يوې لسيزې د شل اووريزو لوبو غوره لوبغاړى اعلان شوى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا ( اى سي سي) نن د مرغومي په ٨مه، په بېلا بېلو کټګوريو کې د تېرې لسيزې غوره لوبغاړي اعلان کړل.

ددغې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ټسټ کرکټ کې د اسټراليا سټيو سمېټ، په يو ورځنيو کې د هندوستان ويرات کوهلي او په شل اووريزو کرکټ سياليو کې د افغانستان راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړي اعلان شوي دي.

د اسټراليا د کرکټ ښځينه لوبغاړې ايليس پيري په ټوليزه توګه د تېرې لسيزې ښځېنه لوبغاړي، د يو ورځنيو سياليو او شل اووريزو د لسيزې د غوره لوبغاړې جايزې هم وګټلې.

د هندوستان پخوانى لوبډلمشر اېم اېس دهوني د کرکټ د جذبې په برخه کې د لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شوى دى.

په شل اووريزو لوبو کې چې راشد خان غوره لوبغاړى اعلان شو، د هغه د اسټراليا ارون فينچ، د ويسټ انډيز کريس ګيل، د هندوستان ويرات کوهلي او روهيت شرما، د سريلانکا ملينګا او د سوېلي افريقا عمران طاهر وو،  خو راشد خان دوى ته ماتې ورکړه او د تېرې لسيزې غوره لوبغاړى اعلان شو.

راشد خان د افغانستان له لوري په ٢٠١٥ زېږديز کال کې د کرکټ نړيوالې شل اووريزې سيالۍ پيل کړې دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې راشد خان  تر اوسه په ٤٨ نړيوالو شل اووريزو سياليو کې د ١٢،٦٢  منډو اوسط سره ٨٩ لوبغاړي سوځولي دي .

سرچينې زياته کړې چې که څه هم ګڼ شمېر لوبغاړو له راشد خان څخه مخکې لوبې پيل کړې وې، خو هغه يواځينى لوبغاړى دى چې په کومو لوبو کې يې ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان يواځينى لوبغاړى دى چې په شل اووريزو لوبو کې يې په څلورو توپونو څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا دغه راز ويلي چې راشد خان يواځينى لوبغاړى دى چې په کمه موده او کمو لوبو کې يې ٥٠ لوبغاړي سوځولي دي

د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا له دغه اعلان وروسته راشد خان په خپل پيغام کې ويلي دي : (( دومره خوښ يم چې څه د ويلو لپاره نه لرم، له افغانستان څخه دداسې يوې مهمې نړيوالې جايزې ترلاسه کول، ځانګړې خوښي او احساسات لري.))

د يادونې ده چې پرون د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د تېرې يوې لسيزې له غوره لوبغاړو څخه د اعلان شل اووريزې لوبډله کې هم د راشد خان نوم راغلى و.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.