کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۰) : پولیس وایي چې په کابل ښار کې د وسله والو کسانو په ډزو کې درې امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د غویي په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن تر غرمې وروسته د لومړۍ امنیتي حوزې اړونده د شور بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې نامعلومو وسله والو هلته پر امنیتي منسوبینو ډزې کړې او د هغوي تر وژلو وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.
عیني شاهدان وایی چې وژل شوي کسان د ملي امنیت سرتیري وو او بریدګر په کرولا موټر کې تښتیدلي دي.
تر اوسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
Views: 374
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن