ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصادي بحران له افغانستانه د څه باندې یو میلیون کسانو کډوال کېدو لامل شوی

اقتصادي بحران له افغانستانه د څه باندې یو میلیون کسانو کډوال کېدو لامل شوی

author avatar
3 Feb 2022 - 11:49
اقتصادي بحران له افغانستانه د څه باندې یو میلیون کسانو کډوال کېدو لامل شوی
author avatar
3 Feb 2022 - 11:49

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ‎په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو‎ او اقتصادي کړکېچ وروسته ‎د دغه هېواد  له سوېل لوېدیځو پولو تر یو میلیون ډېر کسان ایران ته کډوال شوي او ایران او پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر څلور برابره ډېر شوی دی.

د څېړونکو د موندنو پر اساس، ‎په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او اقتصادي بحران ‎له امله سلګونه زره کسان له دغه هېواده وتلي دي.

نیویارک ټایمز پرون (د سلواغې ۱۳مه) ‎راپور ورکړی ‎چې د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر بیا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر وروستیو ‎د افغانستان له سوېل لوېدیځو پولو‎ تر یو میلیون ډېر کسان ایران ته اوښتي دي.‎

په ورته مهال‎، څېړونکي د مرستندویه سازمانونو په حواله وايي چې د اټکل له مخې، هره ورځ له ۴ تر ۵زره کسان ایران ته اوړي.

د افغانستان د مهاجرت ‎موضوع په اړه څېړونکی ډیوېډ منسفیلډ وايي، ایران او پاکستان ته د تلونکو کسانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره زیات شوی دی.

د دې څېړنې له مخې، د ډېرو کسانو د کډوالۍ اصلي لامل لوږه او وېره ده؛ نو له همدې امله دوی د خوندیتوب یوازېنۍ لاره ایران ته د تګ لار پیدا کړه.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او له دغه هېواد سره یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.