ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان مسافر په تورخم کې د پاکستاني مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي

افغان مسافر په تورخم کې د پاکستاني مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي

author avatar
16 Mar 2022 - 14:46
افغان مسافر په تورخم کې د پاکستاني مسوولينو له ناسم چلنده شکايت کوي
author avatar
16 Mar 2022 - 14:46

[restrict paid=”true”]

جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۰): له پاکستانه پر تورخم دروازه را اوښتونکي مسافر شکايت کوي چې پاکستاني لوري ورته د پيسو له ورکړې پرته خپل هېواد ته د را اوښتو اجازه نه ورکوي.

دغه راز په تورخم کې پاکستان ته د درملنې په موخه د تلونکو بېړنيو ناروغانو پايوازان هم شکايت کوي چې پاکستاني چارواکي د کړو ژمنو خلاف هره ورځ د سلو پر ځای يواځې لس ناروغانو ته اجازه ورکوي.

مسافر او ناروغ لرونکي پر افغان او پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د دغو ستونزو د حل لپاره دې لارې چارې ولټوي.

صاحب ګل- چې په خپله پېژندپاڼه افغانستان ته را اوښتى- وايي، دوه ورځې يې انتظار وکړ خو اخر مجبور شو چې پيسې ورکړي او راشي.

دی وايي، پاکستاني پوله ساتي ځواکونه د پيسو له ورکړې پرته اجازه نه ورکوي.

د نعيم الله په نوم يوه بل افغان مسافر چې د تورخم له دروازې راتېر شوی، وویل، پاکستاني چارواکو درې ورځې د پېژندپاڼو او کډوالۍ په کارتونو باندې راتلونکو کسانو ته وخت ورکړی و چې اوس دغه نېټه پوره شوې او زرګونه مسافر چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د تورخم دروازې هغې غاړې ته بند پاتې دي.

دی وايي، ګڼه ګوڼه بېخي زياته ده؛ پاکستاني چارواکي بايد يادو افغانانو ته څو ورځې نور وخت هم ورکړي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

بلخوا په دې دروازه د درملنې په موخه پاکستان ته د اوښتونکو عاجلو ناروغانو پايوازان هم شکايت کوي چې پاکستانی لوری پر خپلو کړو ژمنو عمل نه کوي او د سلو ناروغانو پر ځای د ورځې يواځې لس ناروغانو ته د اوښتو اجازه ورکوي.

نورالبشر چې خپله ناروغه مور د درملنې لپاره پاکستان ته بيايي، وویل چې درې ورځې يې انتظار کړى خو تر اوسه ورته د اوښتو چانس نه دى برابر شوى.

هغه غوښتنه وکړه چې افغان او پاکستاني چارواکي دې د دغو ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

په تورخم کې افغان چاروکي هم يادې ستونزې مني.

د تورخم کميسار غازي الله هاشمي وويل چې يادې ستونزې يې د کورنيو چارو وزارت له لارې د بهرنيو چارو له وزارت سره شريکې کړې څو یې له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ نظر هم له ځان سره ولري خو له هڅو سره سره يې پر نظر اخيستو بريالي نه شو.

[/restrict]

Views: 291

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.