Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ایران سفیر: ایران د افغاني تولیداتو واردولو ته لومړیتوب ورکوي

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست سره لېدنه کې ویلي، هېواد یې د افغاني تولیداتو واردولو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، له ګډو پولو د ښه ګاونډیتوب د ساتلو لپاره مثبته استفاده وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تېره ورځ په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغان کډوالو، بندیانو، نشه‌یی توکو، سرحدي مسایلو، دوه‌اړخیز تجارت او همکاریو په اړې خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، کابل کې د ایران سفیر بهادر امنیان په دغه ناسته کې وویل چې افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې په ګټه دی او    هڅه یې دا ده چې له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډیتوب د ساتلو په پار، دوه‌اړخیزه مثبته استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو ځل شاوخوا یوه اونۍ مخکې او یو ځل هم د تېر کال په لیندۍ میاشت کې نیمروز ولایت په سرحدي سیمو کې، د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه خپاره شول، خو د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي و چې د ناسم پوهاوي له مخې ستونزه رامنځته شوې وه او حل شوه.

امینیان ویلي، هېواد یې له افغان بزګرو سره د کرنې په برخه کې همکاري کوي او د افغاني تولیداتو واردولو ته لومړيتوب ورکوي.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دغه ناسته کې ویلي، هڅه کوي چې افغانستان د سیمې په کچه د ټرانزیټ په مرکز بدل شي او په دې لړ کې به د ایران او تاجکستان تر منځ تجارتي توکو ته د لېږد په برخه کي لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ناسته کې هوکړه وشوه چې د سرحدي مسایلو د څېړلو او د دوه‌اړخیزو همکاریو د ښه‌والي په موخه به د دواړو هېوادونو پلاوي خپلمنځي ناستې کوي، تر څو دواړه هیوادونه په بېلابېلو برخو کي له سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه استفاده وکړای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.