ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پوهنې رییس: که مشرتابه اجازه ورکړي، د نجونو ښوونځیو پرانیستلو ته چمتووالی لرو

د کندهار پوهنې رییس: که مشرتابه اجازه ورکړي، د نجونو ښوونځیو پرانیستلو ته چمتووالی لرو

author avatar
7 Sep 2022 - 17:51
د کندهار پوهنې رییس: که مشرتابه اجازه ورکړي، د نجونو ښوونځیو پرانیستلو ته چمتووالی لرو
author avatar
7 Sep 2022 - 17:51

کندهار (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې نن د وږي په ۱۶مه، نوی ښوونیز کال پیل شو چې په مناسبت یې د کندهار ښار په زرغونې انا لېسه کې مراسم جوړ شوي وو.

په دغو مراسمو کې د پوهنې ریاست د مسوولینو ترڅنګ، ښوونکو، زده‌کوونکو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

د کندهار د پوهنې رییس مولوي فخرالدین نقشبندي په یادو مراسمو کې وویل چې دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې ټول ۶۰۰ ښوونځي پرانیستي دي او هیڅ ښوونځی بند پاتې نه دی.

په تېرو کلونو کې د جګړې او نورو ستونزو له امله په یاد ولایت کې تر ۱۰۰ ډېر ښوونځي بند وو.

دی وايي، د نوي کال لپاره یې تر دا مهاله تر ۲۰زره زیات زده‌کوونکي جذب کړي چې ۴۰ سلنه یې نجونې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په کندهار کې هیڅ بند ښوونځی نه لرو، ټول ښوونځي خلاص دي او د یونیسف په همکارۍ به په ولسوالیو کې په نږدې راتلونکي کې ۸۰ بابه نور ښوونځي هم فعال شي.»

هغه د پوهنې ریاست د تشکیل په اړه وویل چې له ۶زره څخه یې ۱۲زره ۷۰۰ کسانو ته لوړ کړی؛ ځکه کندهار لومړی درجه ولایت دی او ډېر تشکیل ته اړتیا لري.

نوموړي د تدریسي کتابونو د کمښت په اړه وویل، وروسته له کلونو یې کندهار ته یو میلیون درسي کتابونه راوړي او له دې سره د کتابونو اړتیا پوره شوې ده.

هغه له شپږم پورته ټولګي د نجونو ښوونځيو په اړه وویل چې پيل ته یې پوره چمتووالی لري.

نقشبندي زیاته کړه: «که بالفرض د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا اجازه وشي، موږ اماده یو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزو، موږ په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لرو.»

د پوهنې رییس وویل، دا مهال په کندهار کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هم نشته او ډېر کم شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، خو دوی هڅه کوي هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي چې نه یې لري.

د هغه په خبره، د یوې جهادي زر کسیزې مدرسې ترڅنګ یې د ۱۹۰ کلیوالي مدرسو منظوري هم اخیستې چې ۵۸۰ تنه تشکیل به ولري.

په غونډه کې د کندهار ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محب‌الله ګرمسیري وویل، خلک دې پر طالبانو نیوکې نه کوي چې ګواکې د عصري تعلیم خلاف دي.

هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله د عصري تعلیم خلاف نه یو، موږ په تخنیکي، روغتیایي او ډېرو نورو برخو کې مسلکي کسانو ته اړتیا لرو او دا کارونه ټول هغه کسان کولای شي چې عصري تعلیم ولري.»

بلخوا ښوونکي او زده‌کوونکي غوښتنه کوي، دا چې اوس مهال د تعلیم پر وړاندې امنیتي یا نورې ستونزې نشته نو باید له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.

د زرغونې انا لېسې یوې ښوونکې روزیې پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه تل په دې انتظار یم چې کله به ږغ راباندي وشي چې د نجونو ښوونځي خلاص شول او دوی کولای شي ښوونځيو ته ولاړې شي، ماته نجونې راځي، راته ژاړي چې ولې زموږ زده کړې نیمګړې پاتې شوې؟ زه هغوی ته هیڅ جواب نه لرم.»

د همدې لیسې یوه زده‌کوونکې مرضیه هم غوښتنه کوي چې د «اسلامي امارت» مشران دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

هغې پژواک ته وویل: «زما خویندې چې مخکې په لسم ټولګي کې وې، اوس یې زده‌کړې همداسې پاتې دي، زه د اسلامي امارت له مشرانو څخه غوښتنه کوم چې ټولو نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.»

کندهار د هېواد په سوېل کې له ګرمسېرو ولایتونو دی چې هر کال یې ښوونیز کال د وږي په ۱۶مه نېټه پیلېږي.

Views: 343

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.