کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د امريکا متحده ایالتونو په تګزاس ایالت کې د يوې ځانګړې نندارې پر مهال دوو لرغونو الوتکو ټکر کړى او غورځېدلې دي.
د امریکا هوایي چلند فدرالي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته شوې ده.
سرچينه زياتوي، د (B-17) په نوم الوتکه چې په دې پېښه کې لوېدلې او اور یې اخیستی، په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحده ایالتونو هوایي ځواک لپاره ډېره مهمه وه او د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېره نمانځل شوې الوتکه وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP