منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امریکا کې د ځانګړې نندارې پر مهال دوو تاریخي پوځي الوتکو ټکر کړی او لوېدلې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د امريکا متحده ایالتونو په تګزاس ایالت کې د يوې ځانګړې نندارې پر مهال دوو لرغونو الوتکو ټکر کړى او غورځېدلې دي.

د امریکا هوایي چلند فدرالي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته شوې ده.

سرچينه زياتوي، د (B-17) په نوم الوتکه چې په دې پېښه کې لوېدلې او اور یې اخیستی، په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحده ایالتونو هوایي ځواک لپاره ډېره مهمه وه او د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېره نمانځل شوې الوتکه وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دویمه الوتکه بیا د (Kingcobra) په نوم امریکایي جیټ الوتکه وه چې د جګړې پر مهال ډېره ګټه ترې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو اخیسته.

د هوایي چلند فدرالي ادارې ویلي چې د پېښې په هکله پلټنې کوي.

د امريکا غږ په راپور کې راغلي چې تر اوسه نه ده معلومه چې په دې پېښه کې څو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې خو عیني شاهدان وایي چې د الوتکو له ټکر وروسته په سیمه د اور لمبې پورته شوې.

سرچينه زياتوي، یوه بم‌غورځوونکې او بله یې جنګي الوتکې وې او چارواکو ويلي چې په دواړو الوتکو کې ټول پنځه کسان سپاره وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه