کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): حسیبالله زهیر، هغه نابینا چې ۲۴ کاله عمر لري، خو د خپل پیاوړي هوډ او ډېر کار پرمټ یې د نابینایۍ تیاره سیوري ته اجازه نه ده ورکړې چې ژوند یې ور تیاره کړي، اوس یې ځان د بریا څوکو ته رسولی او د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی هم دی.
هغه له حکومته غواړي چې نابینایانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه دوی د ټولنې د اوږو بار نه دي او له عامو خلکو غواړي څو له نابینایانو سره ښه چلند وکړي، هغوی دې د انسانانو په توګه ومني او د ترحم وړ یې دې نه ګڼي.
حسیبالله د کابل ښار د چهاردهي د چهارکلا سیمې اوسېدونکی او له موره نابینا زېږېدلی دی؛ لومړنۍ زدهکړې یې په لوړه درجه د نابینایانو په مسلکي لېسه کې پای ته رسولې او اوس د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصل دی.
زهیر د زدهکړو او تحصیل پرمهال ارام نه دی ناست، بلکې اوس د دې ترڅنګ چې د برېښنا شرکت له پېرودونکو سره د اړیکې برخې کارمند دی، د کابل پوهنتون د برېل لیک مدیر هم دی.
پژواک خبري اژانس د زهیر د ژوند په اړه یو ځانګړی راپور چمتو کړی دی.
زهیر چې د خپل ژوند ټولې چارې په خپله پرمخ بیایي، د خپل کور دروازه یې د پژواک خبریال پرمخ پرانیسته او د ښه راغلاست ترڅنګ یې د پژواک خبري ټيم ته چای او خواږه چې خپله یې چمتو کړي وو، ورکړل.
نوموړي په داسې حال کې چې پوهنتون ته د تلو چمتووالی یې نیوه، د خبریال سوالونو ته یې هم ځوابونه ورکول او خپل کار ته د تلو بهیر یې داسې بیان کړ، هر سهار وختی له خوبه پاڅېږي، خپله بستره ټولوي، اودس کوي او د لمانځه له ادا کولو وروسته خپل بوټونه رنګوي، کتابونه او څو پاڼې چې برېل لیک پکې چمتو شوی، د خپل کمپیوټر په بکس کې اږدي او کار ته روانېږي.
د هغه په وینا، د سهار چای تل له خپلې مور – چې د کور ښځه ده – او پلار سره چې په یوه دولتي اداره کې محافظ دی، خوري.
زهیر د سهارنۍ له خوړلو وروسته، کابل پوهنتون ته د تلو چمتووالی نیسي چېرته چې هم درس پکې وايي او هم کار پکې کوي.
نوموړی چې هره ورځ شاوخوا اته بجې له کوره د کار پر لور ځي، د نابینایانو په اړه یې د خلکو د پوهاوي له نشتونه شکایت درلود او ویې ویل: «دا هغه خاطره ده چې تل تکرارېږي؛ کله چې غواړم له سړکه تېر شم او یو چاته وایم چې مرسته راسره وکړي څو له سړکه په ځانګړې توګه له لویو لارو تېر شم، نو دوی ناځواني کوي او څلور ګامه ها خوا ته ځي او خپله تېرېږي، څو نابینا یې د اوږو بار نه شي؛ له بدهمرغه دلته زموږ فرهنګ دومره کمزوری دی، واقعا له دې مسلې ناهیلی او ناراحته کېږم.»
نوموړی د نابینایانو د کانکور په اختصاصي ازموینه کې د ۹۶،۸ نومرو په اخیستو د نابینایانو په برخه کې د ۱۳۹۷ کال عمومي اول نومره شو او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍوالو اړیکو څانګې ته یې لار ومونده.
هغه په دوام کې زیاته کړه: «که نن یو چاته ووایم چې یو نابینا درس وايي او په بېلابېلو څانګو کې زدهکړې کوي، نو ډېر کله خلک تعجب کوي او زه خپله هم متوجه شوی یم چې باور یې نه راځي چې یو نابینا هم کولای شي په ښه توګه درس ووايي او روښانه راتلونکی ولري؛ دا موضوع د معلولیت په اړه د خلکو د پوهاوي نه شتون او په هېواد کې کمزوري فرهنګ ته راګرځي.»
زهیر له نابینایانو سره د خلکو له ناسم چلنده ترخې خاطرې هم لري.
نوموړي د خپلې ترټولو ترخې خاطرې په اړه داسې وویل: «یوه ښځینه محصله چې نابینا ده، راغله او ما ته یې له خپل استاده شکایت وکړ او ویې ویل چې سم چلند نه کوي او ازموینه را څخه نه اخلي، ولاړم او د پوهنځي له رییس سره کېناستم، کله چې نابینایان د رییس اتاق ته ننوتل… رییس یوه ته وویل چې ته دې خپل مخه وینې، په ځواب کې یې وویل هو، رییس ورته وویل، زما مېز هم وینې، ویل هو، رییس وویل، بیا نو ته څنګه ړوند یې.»
زهیر له نابینایانو سره د رییس له ناوړه چلنده سخت خپه و او د خبرو په پای کې یې پر شونډو له معنا او درده ډکه مسکا خوره وه.
د کابل ښار یو بل نابینا محمدهادي احمدي چې په کابل پوهنتون کې د حسیبالله زهیر ټولګیوال دی، پژواک ته یې وویل، څو کاله کېږي چې دواړه ټولګیوال او د برېل لیک مطبعې د جوړېدو له مهاله سره همکاران دي.
هغه چې د حسیبالله وړتیا خارقالعاده بولي، وايي: «هر نابینا خپل ځانګړی استعداد لري، خو زهیر یو ډېر با استعداده او هڅاند انسان دی، تل هڅه کوي چې په ژوند کې پر خپلو پښو ودرېږي او پرې نږدي چې بل څوک یې په اړه تصمیم ونیسي؛ د حسیب دغه ځانګړنه مې ډېره خوښېږي، ان خپله غواړم چې دغه ډول ځانګړنه ولرم، له ملګرو، همکارانو او نورو کسانو سره ډېر دوستانه چلند کوي او ټول خلک ترې خوښ دي.»
حسیبالله زهیر د دې ترڅنګ چې محصل دی، په کابل پوهنتون کې د برېل لیک مدیر هم دی او خپل کار په بریالیتوب سره ترسره کوي.
نوموړی وايي، د برېل لیک مطبعه یې درې کاله مخکې د کتابونو د چاپ په برخه کې له نابینایانو سره د مرستې او همکارۍ په موخه جوړه کړې او شاوخوا ۱۴ کسان په داوطلبانه توګه په برېل لیک سره د کتابونو د چاپ او غږیز کولو په برخه کې پر کار بوخت دي.
د هغه په وینا، د چاپ ماشین او پاڼې د سویډن کمېټې له خوا نابینایانو ته واخیستل شول چې اوس د ورقو له کمښت سره مخ دي؛ ځکه دا ډول پاڼې په افغانستان کې نه پیدا کېږي او اوس د بنسټونو په لټه کې دي څو د دوی دغه ستونزه هواره کړي.
هغه وویل: «هڅه کوو چې دغه تشکیل رسمي شي؛ د کابل پوهنتون په چوکاټ کې یوه مطبعه ولرو چې د نابینایانو لپاره کتابونه او چپټرونه په برېل لیک واړوو.»
خو زهیر د خپل ډېر کار کولو پرمټ توانېدلی چې د دغو ټولو بوختیاوو ترڅنګ له درېیو کلونو راهیسې د برېښنا شرکت له پېرېدونکو سره د اړیکې په برخه کې د یوه بالمقطع کارمند په توګه کار وکړي.
نوموړی په برېښنا شرکت کې له خپلې دندې د میاشتې ۹ زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي او اوسمهال په همدې اندازه پیسو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
هغه چې په دغه شرکت کې یې کاري وخت د مازیګر له پنځو د شپې تر لسو بجو دی، د پېرودونکو ستونزې او اړیکې ځوابوي او شکایتونه یې تر مسوولینو رسوي، څو رسېدنه ورته وشي.
هغه په دغه شرکت کې د خپل کار د څرنګوالي په اړه وویل: «کمپیوټر په برېل لیک نه دی، یوازې سکرین رېډر دی، صفحه لوستونکی چې د کمپیوټر هرې برخې ته ولاړ شو، لارښوونه مو کوي او پر مټ یې خپلې ستونزې حلوم.»
دا په داسې حال کې ده چې حسیبالله د ښوونځي پرمهال هم له خپل پلار سره د هټۍ په کارونو کې مرسته او همکاري کوله.
زهیر د دغو ټولو مهارتونو او وړتیاوو ترڅنګ چې لري يې، شعرونه هم لیکي او تر اوسه یې ۲۲ قطعې شعرونه لیکلي دي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې شعرونه یې عاشقانه، عارفانه او طنزي دي، تر ډېره خپل احساسات د شعر له لارې بیانوي.
نوموړي په دوام کې زیاته کړه: «که نن موږ کوم نابینا وینو چې پر سړک او لارو سوال کوي، دا د خلکو د بې ځایه ترحم له امله دي؛ یوازې یې باید د یوه انسان په توګه وپېژني او نابینا باید کار وکړي څو پر ځان بسیا شي.»
د حسیبالله مور بيبي عایشه شپږ اولادونه لري او حسیبالله یې درېیم زوی دی.
د هغې په وینا، د اولادونو له ډلې یې حسیبالله او نبيالله چې یو پر بل پسې زېږېدلي، نابینا دي او هغوی یې په ډېرو ستونزو او سختیو سره لوی کړي، خو په ټولنه کې د حسیبالله له اوسني مقامه خوښه ده؛ ځکه چې له ټولو اولادونو یې یوازې هغه دغه منصب او مقام ته رسېدلی او لوړې زدهکړې لري.
دغه کړېدلې مور وايي، نبي هم چې څلورم زوی یې دی، نابینا دی، په شپږم ټولګي کې یې ښوونځی پرېښود، خو اوس د قرآن قاري دی او د خپلې سیمې په یوه دیني مدرسه کې ماشومانو ته درس ورکوي.
مور یې وویل: «حسیبالله د اوو میاشتو و چې موږ یې پر نابینایۍ پوه شوو، د کاکا لور یې هم د حسیب په عمر وه، هغې ته مې چې وکتل او حسیب ته مې وکتل، پوه شوم چې حسیب نابینا دی، بیا مې نور روغتون ته بوت، معاینات مو کړل، بیا ډاکټرانو وویل چې ماشوم مو نابینا دی، د یوې مور لپاره ډېره سخته ده چې اولاد یې معیوب وي.»
د هغې په وینا، د کور د ټولو غړو هیله حسیبالله ته ده چې د دوی د سوکالۍ او ارامۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.
نوموړې چې د خلکو له ځورونکو خبرو شکایت لري، زیاته یې کړه: «خلک تل خپلې خبرې کوي، کله ښې او کله بدې خبرې کوي، زموږ ګاونډی وايي چې نابینا اولادونه مو مه پرېږدئ چې له کوره را ووځي، دوی نابینا دي، څه کوي چې را وځي، له خلکو غواړم چې له یوه نابینا سره ښه چلند وکړي او که مرسته نه شي ورسره کولای، لږ تر لږه بدې خبرې خو دې نه کوي.»
هغي له خلکو وغوښتل چې له نابینایانو سره ښه چلند وکړي او هیڅکله له دغه قشر سره له سپکاوي ډک چلند ونه کړي.
Views: 150
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP