کابل (پژواک، ۳۰ لېندنۍ ۱۴۰۱): د چارو ځیني شنونکي په افغانستان کې د نجونو لوړو زدهکړو ځنډولو پر پرېکړه د بیاکتنې غوښتنه کوي، وایي چې دغه پرېکړه شرعي جواز نه لري او د دې ډول پرېکړو پایلې به افغانستان ته خطرناکې وي.
د لوړو زدهکړو وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.
دیني عالم شیخالقران والحدیت عبدالصبور عباسي د یادې پرېکړې په غبرګون کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت باید د دغسې تمدني پرېکړو په اړه پر خپل فکر او فهم اعتماد ونه کړي، بلکې له خپل تنظیمه بهر له نورو علماوو، استادانو او پوهانو سره هم مشوره وکړي.
دی وايي: «مشوره او د مختلفالنوع خلکو له تفکره استفاده هم د دوی او هم د ملت په ګټه ده؛ په نجونو د عالي تحصیلاتو دروازه بندول هیڅ شرعي مجوز نه لري.»
هغه زیاته کړه، په دومره مهمه مسئله کې باید د ملت غیررسمي علماوو نظر هم اخیستل شوی وای.
د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي وویل، په اسلام کې ښځو او نارینهوو ته زدهکړې امر باالمعروف دی او په قران کې د ښځو تحصیل لپاره هیڅ محدویت نه دی راغلی.
دی وايي: «د لوړو زدهکړو وزارت یاده پرېکړه منفي جلوه لري او حکومت باید دا پرېکړه ژر اصلاح کړي او د نجونو ښوونځي دې هم پرانیزي.»
د فرهادي په وینا، دا پرېکړه کېدای شي د طالبانو په منځ کې بېلابېلې ډلې رامنځته کړي، خو غوره دا ده چې په خپلو کې سره کېني او پر دې موضوع جدي خبرې وکړي.
د سیاسي چارو بل شنونکي قاضي نجیبالله جامع پژواک ته وویل چې یادې پرېکړې سخت خواشینی او ناهیلی کړی؛ ځکه چې د ښځو له فعالې ونډې پرته ملت او دولت جوړونه نیمګړې ده.
دی وايي: «ژر تر ژره په یاده پرېکړه کې د تجدید نظر او د پوهنتونونو په ګډون ښوونځیو ته د نجونو د تګ غوښتونکی یم او دا ډول پرېکړې افغانستان ماتوي، ولسي ناهیلي څو چنده کوي، د ولس او حکومت ترمنځ واټن ډېروي او په نهایت کې عمومي پرېکون او ملي خوابدۍ ته زمینه برابروي؛ نو بنا اوس هم لا ناوخته نه دی او همدا نن دې دا پرېکړه بېرته واخلي.»
هغه زیاته کړه چې د دې ډول پرېکړو پایلې به افغانستان ته خطرناکې وي؛ د افغانستان دښمنان ترې همدا اوس هم د افغانستان ماتولو په موخه ګټه اخلي او د افغانستان د لا انزواء او له نړۍ د لرې کېدو لامل کېږي.
د یادونې ده، د سرپرست حکومت یاده پرېکړه تر اوسه د امریکا متحده ایالتونو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي هوګو شورتر، د بشري حقونو د څار سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې غندلي ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP