فراه (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱٦ نور ټپيان شوي دي.
د فرا امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې له مخې، نن ماښام د بکواه ولسوالۍ اړوند د کارېز اسد سیمه کې د کندهار - هرات پر لويه لار ۳۰۴ مسافر وړونکی موټر له یوه ټېلري موټر سره ټکر کړی دی.
سرچينه زياتوي: «د دې پېښې له امله دوه هېوادوال شهیدان او ۱۶ نور ژوبل شول."
په خبرپاڼه کې راغلي چې سیمهییز ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي څو ژوبل کسان د درملني په موخه روغتون ته ولېږدوي.
[contact-form][contact-field label="Name" type="name" required="true" /][contact-field label="Email" type="email" required="true" /][contact-field label="Website" type="url" /][contact-field label="Message" type="textarea" /][/contact-form]
  . . .










