کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت تړون یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت مخکې دا ډول اندېښنې بېځایه بللې دي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه سازمان (CSTO) منشي ایمانقلي تاسماګمبتوف دغه څرګندونې تېره ورځ د دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي: «د ډلهییز امنیت تړون کې زموږ متحدو هېوادونو ته د افراطي افکارو او تروریستي ډلو د نفوذ خطر وجود لري.»
ده ادعا کړې چې پر تروریستي ډلو سربېره په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاقبران هم اوس مهال د ودې په حال کې دي.
login or register a new account.