Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو وزارت: تېر کال مو د کوچنۍ کچې۸۰ او د لویې کچې ۲ کانونه په قرارداد ورکړي

د کانونو وزارت: تېر کال مو د کوچنۍ کچې۸۰ او د لویې کچې ۲ کانونه په قرارداد ورکړي

author avatar
2 Apr 2023 - 15:50
د کانونو وزارت: تېر کال مو د کوچنۍ کچې۸۰ او د لویې کچې ۲ کانونه په قرارداد ورکړي
author avatar
2 Apr 2023 - 15:50

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د هېواد په کچه د کوچني مقیاس د ۸۰ او د لوی مقیاس د ۲ کانونو قراردادونه له خصوصي سکټور سره لاسلیک کړي دي.

دا څرګندونې د  ماليې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیا‌الرحمن اریوبي نن د وري په ۱۳مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د کړنو او لاسته‌راوړنو شریکولو پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، یاد وزارت په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد په کچه په ۱۵ ولایتونو کابل، غزني، بغلان، ننګرهار، پروان، خوست، لوګر، میدان وردګ، فاریاب، کندهار، پکتیا، هرات، اروزګان او هلمند کې د کوچنۍ کچې ۸۰ کانونه په قرارداد ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، په دغه کانونو کې مرمر، خام ګچ، تراورتین، فلورایټ، مالګه، سرب، جست، کلسیټ، نفرایټ او کرومایټ شامل دي.

 اریوبي وایي، د لوی مقیاس دوه قراردادونه -چې یو د کندهار ښوراندام د سمنټو پروژه او بله د فاریاب د قشقري د نفتو استخراج پروژه ده- له خصوصي سکټور سره یې د ازادې داوطلبۍ په پایله کې لاسلیک کړي دي.

په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان هم خبرې وکړې او ویې ویل، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د وزارت له لوري د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو د ۴۹۳ کاني او معدني ساحو سروې شوې چې په کېندنې سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي د مس عینک کان د استخراج په اړه وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو وزارت او چینایي کمپنۍ (MCC)  ترمنځ د دې پروژې د تطبیق په موخه څو ځله حضوري او انلاین ناستې شوې او د یاد وزارت او بین‌الوزارتي تخنیکي کمېټو متخصصین له چینایي لوري سره د اړینو موضوعاتو د څارنې په موخه پر خبرو بوخت دي.

خو دا چې د یادې پروژې کار به څه وخت پیل شي او ولې ځنډلې ده، مسوولینو یې په اړه اصلي عامل په ګوته نه کړ.

افغان د ټاپي پروژې په اړه هم لږ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت له راتګ سره سم یاد وزارت ټاپي پروژې ته لومړیتوب ورکړ او د دغې پروژې د عملي چارو پیلېدو او کارونو کې د چټکتیا په موخه د ترکمنستان له پلاوي سره ګډې ناستې کړې دي.

خو دا چې د یادې پروژې عملي چارې به څه وخت پيل شي، مسوولینو په اړه یې ډېر وضاحت ور نه کړ او دا یې هم په ډاګه نه کړه چې د دغې پروژې چارې ولې ځنډېدلې دي؟

سرچینې د عوایدو په اړه وویل، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یاد وزارت د کانونو له درکه ۱۷ میلیارد، ۴۸۷ میلیون او ۴۳۹ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۵۸۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

سرچینې وویل چې په ۱۴۰۰ لمریز کال د عوایدو کچه دوه میلیارډ، ۵۵۹ میلیون، ۵۲۲ زره او ۵۳۶ افغانۍ وه.

د کانونو وزارت ویاند د کانونو سکټور د قانوني چوکاټ بشپړول، د نوو کانونو سروې او پېژندنه، نوي کوچني او لوی کانونه داوطلبۍ ته سپارل، له چینایي کمپنۍ سره د عینک مس پروژې د مذاکراتو بشپړول او د ټاپي پروژې چارې مخې ته وړل د ۱۴۰۲ لمریز کال مهم پلانونه یاد کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.