ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسټرالیا هند ته په ماتې ورکولو د ټسټ کرکټ سیالیو نړۍواله اتلولي خپله کړه

اسټرالیا هند ته په ماتې ورکولو د ټسټ کرکټ سیالیو نړۍواله اتلولي خپله کړه

author avatar
11 Jun 2023 - 22:05
اسټرالیا هند ته په ماتې ورکولو د ټسټ کرکټ سیالیو نړۍواله اتلولي خپله کړه
author avatar
11 Jun 2023 - 22:05

اټلانټا (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د پنځه ورځنۍ (ټسټ) لوبو نړۍوالۍ اتلولۍ سیالیو په پای‌لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ په هرو دوو کلونو کې ترسره کېږي او په دې موده کې دوه هغه لوبډلې چې ډېرې لوبې یې ګټلې او د نمرو په جدول کې لومړی او دویم مقام خپل کړی وي، د اتلولۍ پای‌لوبه ترسره کوي.

دا ځل د یادو سیالیو پای‌لوبې ته اسټرالیا او هندوستان وتلي وو او دغه لوبه د انګلستان په اوول نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د پای‌لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه. اسټرالیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۴۶۹ منډې جوړې کړې. د دوی له لوري سټیون سمیت او ټراویس هیډ سلیزې ووهلې او د هندوستان له لوري محمد سراج څلور، محمد شامي او ټاکر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.