اټلانټا (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د پنځه ورځنۍ (ټسټ) لوبو نړۍوالۍ اتلولۍ سیالیو په پایلوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه.
دا سیالۍ په هرو دوو کلونو کې ترسره کېږي او په دې موده کې دوه هغه لوبډلې چې ډېرې لوبې یې ګټلې او د نمرو په جدول کې لومړی او دویم مقام خپل کړی وي، د اتلولۍ پایلوبه ترسره کوي.
دا ځل د یادو سیالیو پایلوبې ته اسټرالیا او هندوستان وتلي وو او دغه لوبه د انګلستان په اوول نړۍوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د پایلوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. اسټرالیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۴۶۹ منډې جوړې کړې. د دوی له لوري سټیون سمیت او ټراویس هیډ سلیزې ووهلې او د هندوستان له لوري محمد سراج څلور، محمد شامي او ټاکر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د هندوستان لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۹۶ منډې جوړې کړې. رهانی ۸۹، ټاکر ۵۱ او کوهلي ۴۹ منډې وکړې، د اسټرالیا له خوا کیومینز ۳، سټارک، بولانډ او ګرین دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې پر هندوستان ۱۷۴ منډې زیاتې کړې او په دویمه پاڼۍ کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۰ منډې جوړې کړې چې دې سره په ټولیزه توګه منډې ۴۴۴ شوې او هند ته یې د ۴۴۵ منډو هدف ورکړ.
د هندوستان لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د لوبې په پنځمه ورځ ټوله لوبډله یې په ۲۳۴ منډو وسوځېدله او دغهراز اسټرالیا دا پایلوبه د ۲۰۹ منډو په توپیر سره وګټله او اتلولي یې خپله کړه.
د یادونې ده، دوه کاله مخکې نیوزیلینډ په پایلوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










