خوستښار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): په خوست کې د ګونګيانو او کڼو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي وايي، هغه ډول چې لازمه ده زدهکوونکو لپاره د زدهکړو زمينه نه ده برابره شوې.
د دغه ښوونځي مسوولین وايي چې دا ښوونځی تر دې دمه خپله ځانګړې ودانۍ نه لري او د خوست د ميخانيکي انستيتیوت اړوند تعمير څخه ګټه اخلي.
حياتالله د دغه ښوونځي د نهم ټولکي یو زدهکوونکی دی.
هغه چې خبرې نه شي کولای د لاس په اشارو يې پژواک خبري اژانس ته وويل، په ډېر شوق سره زدهکړې کوي، خو د ځانګړي تعمير، د کافي کتابونو، مېز، چوکۍ او د نورو درسي لوازمو نه شتون دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وويل: «ستونزې مو بيخي ډېرې دي موږ څو ځله له مشرانو د يادو ستونزو د حل غوښتنه کړې، خو تر اوسه په خپل ځای پاتې دي او موږ ډېر په تکليف کې يو.»
یوه بل زدهکوونکي زينتالله پژواک ته وويل چې د دوی ډېری زدهکوونکي بېوزله دي او له ډېرو لرو سیمه دغه ښوونځي ته د زدهکړو لپاره راځي.
هغه وايي: «موږ فرشونه چوکۍ او ميزونه نه لرو. کتابونه او قلمونه هم نه لرو؛ ځکه چې زموږ زدهکوونکي غريبان دي او له ډېر لرې ځایونو راځو، حتی د کرايې پيسې هم نه لرو.»
ورته مهال د یاد ښوونځي ښوونکي بيا وايي، د دوی ټول تدريس په اشاروي ژبه دی نو له مسوولينو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې ورته د ظرفيت لوړونې پروګرامونه برابر کړي.
يوه ښوونکي نورزا علي پژواک ته وويل: «دلته موږ په لږو امکاناتو سره زدهکوونکو ته تدريس کوو، چاپېريال سم نه دی، غوښتنه مو دا ده چې د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې لنډمهاله او اوږدمهاله ورکشاپونه جوړ شي.»
بلخوا خوست کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امر انجينر عابدالرحمن عابد د دغه ځانګړي ښوونځي ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د اړوندې برخې مرکزي ادارې ورسره په نږدې راتلونکي کې د یادو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.
هغه زياتوي: «په دې لیسه کې ګونګیان او کاڼه زدهکوونکي دي، د دهغوی لپاره بېل تعمیر ته ضرورت دی، مسلکي استادانو ته ضرورت دی او داسې د لیلیې سیستم ته، نو په دې برخه کې موږ بار بار له مرکز غوښتنې کړې او انشاءالله په راتلونکي کال کې به حل شي.»
د یادونې ده، د ګونګيانو او کڼو د ليسې دورې دغه ښوونځي په ۱۳۹۰ لمريز کال کې فعاليت پيل کړی چې نږدې دوه سوه زدهکوونکي لري او ټول يې نارينه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP