Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د کورنيو توليداتو نندارتون جوړ شو

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): ننګرهار کې د اقليم بدلون د نړۍوال کنفرانس په وياړ د کورنيو توليداتو د بازار موندنې په موخه نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د افغانستان توليدات او حاصلات چې په کې وچه او تازه مېوه، پروسس شوي خواړه، د افغان کلتور جامې، ساختماني او نور توليد شوي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

دا نندارتون د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې جوړ شوی چې درې ورځې به دوام وکړي او هره ورځ ورته له کوم ممانعت پرته هر څوک ورتللی شي.

د ننګرهار ولايت د صنعت او سوداګرۍ رييس سید عبدالبصير پاچا وايي، د کورنيو توليداتو دا نندارتون پر کور دننه د توليد شوو توکو د بازار موندنې په موخه جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه، دا چې د ننګرهار پوهنتون له لوري د اقليم بدلون نړۍوال کنفرانس جوړ شوی او د افغانستان د يو شمېر ولايتونو د اوسېدونکو سربېره د ځينو بهرنيو هېوادونو خلک هم دغه ولايت ته راغلي، نو د کورنيو او په ځانګړي توګه د ننګرهار د توليداتو د بازارموندنې لپاره دا غوره اقدام دی.

د نوموړي په وينا، په دغه نندارتون کې ۷۰ غرفې جوړې شوې چې هره غرفه کې د يوه شرکت، فابريکې او يا هم د مېوه‌جاتو د پروسس توکي نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.

ورته وخت کې د ننګرهار د کانونو او صنعت خونې مشر تورملنګ شګيوال وايي، دا نندارتون د کورنيو توليداتو د بازارموندنې لپاره ډېر ګټور دی او تمه ده چې هم به توليدات بازار پيدا کړي او هم به په درېیو ورځو کې ډېر څه وپلورل شي.

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي يو محصل برکت‌الله وايي، دا نندارتون نه يوازې د فابریکه لرونکو او صنعت کارانو لپاره ګټور دی، بلکې محصلينو ته هم ډېره ګټه لري.

هغه زياتوي چې محصلينو له همدغو صنعتکارانو او فابریکه لرونکو سره د خبرو اترو پرمهال له هغوی څخه د سوداګرۍ د پرمختګ او نورو برخو کې تجربې هم تر لاسه کړې چې د دوی د مسلکي درسونو ترڅنګ ګټور دي.

د يادونې ده چې پرون د ننګرهار پوهنتون له لوري د اقليمي بدلون په تړاو درې ورځنی نړۍوال کنفرانس پيل شوی چې نن په کې د مقالو اورولو او نندارتون ورځ ده او سبا ته به د دغه ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ډاکټر ناکامورا په پارک کې کلتوري مېله جوړه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.